یکشنبه, مې 19, 2024
Homeسپورتنیوزیلنډ په ۹ ویکټونو او ۸۲ توپونو انګلیستان ته ماتې ورکړه

نیوزیلنډ په ۹ ویکټونو او ۸۲ توپونو انګلیستان ته ماتې ورکړه

تاند- (د میزان ۱۳ مه) د کرکټ د نړیوال جام په لومړۍ مسابقه کې نن نیوزیلنډ په خورا ډېر توپیر د انګلیستان پیاوړي ټیم ته ماتې ورکړه.

نیوزیلنډ چې پچه ګټلې وه، لومړی انګلیسي لوبغاړو ته د بیټنګ کولو بلنه ورکړه.

د انګلیستان ټیم د ۹ لوبغاړو له سوځېدو وروسته په ۵۰ اورونو کې ۲۸۲ منډې وکړې خو نیوزیلنډي لوبغاړو په داسې حال کې چې یو لوبغاړی یې سوځېدلی و، په ۳۶ اور او دوهم توپ هدف پوره کړ او د نړیوال جام لومړۍ مسابقه یې په ۹ ویکټونو او ۸۲ پاتې توپونو وګټله.

د مسابقې غوره لوبغاړی ریچن راویندرا وګڼل شو چې په ۹۶ توپونو یې د نیوزیلنډ لپاره ۱۲۳ منډې وکړې.

سبا د دې جام په دوهمه سیالۍ کې پاکستان له نیدرلنډ یا هالنډ سره مخامخ کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب