Home+هی، حی | زهير سپېڅلی

هی، حی | زهير سپېڅلی

هی: د تعجب، غم، ارمان، افسوس پر وخت کارېږي. په غبرګ شکل (هی هی او های های) هم راځي.
حی: ژوندی، د مړي ضد.
مثالونه:
هی هی د زندګۍ را څخه هيڅ مه پوښته هيڅ
هی هی خو له لمني نه لمبه اخلم هغې
نظم الدين ندرت
د يار سترګو ته مي و نه کتل هی هی
رانه وشوه بزرګي په ميکده کي
الهام مشال
خوږو خبرو ته يې تريخ د مرګي کولپ اوېزاند
هی هی ارمان له دعاګانو ډکه خوله چوپه وه
پيرمحمد کاروان

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...