Homeخبرونهنن د افغانستان په ۳۳ ولایتونو کې د ګوزڼ پر ضد واکسین...

نن د افغانستان په ۳۳ ولایتونو کې د ګوزڼ پر ضد واکسین ورکول کېږي

تاند(دوشنبه، د میزان ۳ مه) نن د افغانستان په ۳۳ ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو پر ضد د واکسین پروګرام پیلیږي.

د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې یوازې اروزګان په ننني کمپاین کې شامل نه دی. د عامې روغتیا وزارت او د ملګروملتو چارواکو نه دي ویلي چې اروزګان ولې له دې کمپیانه، چې نن بیلیږي، ایستل شوی دی.

د پولیو فري افغانستان (Polio Free Afghanistan) یا له ګوزڼ څخه خلاص افغانستان په نوم ادارې پرون یکشنبې په خپله ویبپاڼه کې د پولیو د واکسین د کمپاین د پیلیدو د خبر ترڅنګ له افغان کورنیو غوښتنه وکړه چې خپل ټول له پنځوکلونو کشر ماشومان د ګوزڼ په وړاندې واکسین کړي.

 په افغانستان کې د ګوزڼ پر ضد واکسیسناسیون داسې مهال پیلیږي چې سږ کال په افغانستان کې د پولیو یا ګوزڼ پنځه مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

دا پېښې د ننګرهار ولایت په پنځو ولسوالیو

بټي کوټ، کوټ، نازیان، بهسود او دوربابا کې ثبت شوې دي.

په ننګرهارکې د پولیو د پرله پسې مثبتو پیښو له ثبتیدو سره خبرداری ورکړی شوی و چې ښایي دغه وایروس په چټکه نورو ولایتونو ته هم خبور شي.

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې یوازیني دوه هیوادونه دي چې تراوسه پکې د پولیو وایروس د ماشومانو ژوند ګواښي.

د روغتیا پالانو په وینا پوليو يوه ويروسي ناروغي ده چې درملنه نه ‌لري او يوازې واکسين ماشومان له دې ناروغۍ ژغرولی شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...