Homeخبرونهایران او پاکستان وايي، د افغانستان په اړه له یو بل سره...

ایران او پاکستان وايي، د افغانستان په اړه له یو بل سره همکاري کوي

تاند(چهارشنبه، د سنبلې ۲۲مه) د ایران د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي سره په کتنه کې وویل چې د افغانستان د ستونزو د حل لپاره پکار ده چې د ګاونډیو هیوادونو په چوکاټ کې کار وشي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی اصف علي دراني له ایراني چارواکو سره د افغانستان په اړه د خبرو لپاره تهران ته تللی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د افغانستان او سیمې په تحولاتو کې د ایران او پاکستان رول کلیدي وباله او هیله یې څرګنده کړه چې د دووهیوادونو ترمنځ د نظرونو تبادله به په سیمه او افغانستان کې د سولې او ثبات له لا زیاتېدو سره مرسته وکړي.

د ایران مهر نیمه دولتي خبري اژانس پر خپله انګلیسي ویبپاڼه د ښاغلي دراني له قوله لیکلي چې نوموړي په دې خوښي ښکاره کړه چې له ایراني چارواکو سره د نظر د تبادلې فرصت ورته برابر شوی او په بېلابېلو سیاسي او امنیتي برخو کې د افغانستان د وضعیت په اړه خپله ارزونه وړاندې کوي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانکړي استازي په کابل کې د ایران له سفیر او د افغانستان لپاره د ایران له ځانګړي استازي حسین کاظمي قُمي سره هم ولیدل.

درانی په داسې حال کې تهران ته تللی چې د افغانستان او پاکستان اړیکې د تورخم د نښتې او په چترال کې پر پاکستاني پوځیانو د ټي ټي پي د مرګونو بریدونو له کبله ترینګلې شوي دي.

اصف علي خان درانی، چې سږ کال د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی وټاکل شو، د ۱۳۹۵ له سنبلې د ۱۳۹۷ تر اسد میاشتې پورې په ایران کې د پاکستان سفیر و.

خو له کله چې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی ګومارل شوی، دا یې ایران ته لومړنی سفر دی.

2 COMMENTS

  1. پاکستان د انگریز بچی ده اوس غواړی چی ایران هم کندی ته ګوزار کړی ایران باید په دی پوه شې چی پاکستان دنستوړی مار ده او هر څه چی کوی د امریکا په مشوره یې کوی پاکستان بدون د امریکا له اجازه څخه خپلی ښځی سره کوروالی هم نشې کولی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...