جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهاحمد مسعود په روسیې کې له ځینو سیاستوالو سره لیدلي

احمد مسعود په روسیې کې له ځینو سیاستوالو سره لیدلي

تاند: (سې شنبه، د وږي ۷ مه ) راپورونه وایي چې د طالبانو د رژیم د یوې مخالفې جنګي ډلې (ملي مقاومت جبهې) مشر احمد مسعود په یوه سفر روسیې ته تللی.

روسي سرچینو ویلي، چې نوموړي د روسیې د عدالت ګوند له مشر سیرگئی میرونوف سره، چې د ولسمشر پوتین له نږدې کسانو ګڼل کیږي، لیدلي دي.

د دغې لیدنې پر مهال روسي سیاستوال له نوموړي ملاتړ ښودلی او د احمد مسعود او د نوموړي د پلار ستاینه یې کړې ده.

ویل شوي، چې دغه ګوندي مشر احمد مسعود ته په را روان مني کې د یوې غونډې د بللو او وینا فرصت برابریدو ژمنه هم ورکړې ده.

روسیې ته تر دې مخکې هم د احمد مسعود او د هغه د نږدې سیاسي ملګري امرالله صالح د سفرونو خبرونه ورکړل شوي وو.

د طالبانو خلاف د دغې جنګي ډلې مشران، چې اصلي مرکز یې تاجکستان ګڼل کیږي، له سیمه ییزو هېوادونوسره له ښو اړیکو برخمن یاد شوي.

ځینې شنونکي باور لري، چې د روسیې په ګډون بېلابېل سیمه ییز او نړیوال قدرتونه په هممهاله توګه له طالبانو او د دوی له مخالفانو سره د خپلو نیایتي لوبو او موخو د مخته وړلو لپاره اړیکې فعاله ساتلي او راتلونکو تحولاتو ته په کتو ورڅخه د استفادې نیت لري.

6 COMMENTS

  1. د روس بچې خپل اصلي ځای ته لاړ پلار خو یې د جهاد په نوم او کورنۍ د مقاومت په نوم هیواد لوټ کړ دا اوس هلته لاړ چیرته یې چې پلار جاسوس و. تکلیف مه کوه په تاسو نور باور نشته نړۍ مو پیژني چې هیڅ درسره نشته. روس هم که غواړي چې ارامه اوسي باید تاسو لوټمارانو سره رابطه قطعه کړي کنه تروریستان ورځي نو هغوی پدې ښه پوهیږي.

  2. باور مو وسه که د خاکریز د وولسوالی یو خان هم د خپل کلی د اوسیدونکو په وړاندی دا ډول پیچلی او مرموز او ناواضح دریځ غوره نو د کلی یو ځوان او زوړ او حتی مُلا به ور څخه ددی مرموز دریځ په هکله د وضاحت غوښتنه وکړی خو د بده مرغه زموږ روشنفکران او باسوادان خصوصاً د جهوریت چاپلوسان او قِمار بایللی عناصر د استعمارګرو امریکایانو ددی دریځ په وړاندی پټه خوله ناست دی.
    امریکائیان باید واضح او ښکاره دریځ ونیسی ( یا دی په رسمی توګه د طالب سره د یارانی پر تار اعتراف وکړی او ور سره غاړه په غاړه سی یا دی په رسمی توګه د طالب په وړاندی ودریږی چی پدی صورت کی به د عام وولس اذهان د عنکبوت په ځاله کی د یرغمل د حالت څخه نجات ومومی ) .
    اوس مهال خو عام وولس د طالب او امریکی تر منځ د مرموزو لوبو د کیفیت او څرنګوالی د درک څخه بی برخی او عاجز دی ضمناً دا مسئله به د امریکائیانو اخلاقی ودانی ته ( البته که امریکائیان اخلاق ولری ) سخت زیان ورسوی.
    دا موضوع هم د منلو وړ نه ده چی مثلاً د امریکی او فرانس او قطر او انګریز ارمونی لخوا د عراق یا سورئی د دولت د مخالفینو ( چی اکثره ئی خوشی د خری بچان دی ) ملاتړ کیږی خو د وږی او ناروغ او کښيکښل سوی افغان د اعتراض او درد ږغ هیڅ نړیوال نه اوری. د افغان د مظلومیت په ګناه کی ټول غربی انسان شریک دی.

  3. سلام
    ښه دی او که بد ماشوم دی او که بې ادب . شرم اوحیاء هم دسیاست یوه برخه ده خو دده پېښې اولاس داښیې چې تراوسه یی د لندن ډایپر په کوناټیو کې نښتی.
    دده مرکه او خبرو اترو کې ما ولیدل چې ټول ملت ته یې دنامعلوم ترویریزم سپکاوی وکړ.
    که ملت رښتیا ټول تروریست وی نو بیا ته دچا لپاره دخمینی پېښې کوې لاس پورته نیولی اوچوشک په خوله کې .زه فکر نه کوم داوړۍ به ته شړۍ کړې ځکه ستا بار کوږ دی اکوږ بار تر مزله نه رسیږی دځوځانو مقاومته!

  4. په بخښنی سره، زما پورته تبصره د ” سپینه ماڼی وائی …….” د مضمون په هکله ده نه د پورته مضمون په هکله البته د مسکو او احمد مسعود په هکله هم د ویلو څه شته دی چی کوم بل وخت به بیان سی.

  5. دا د روس له نسل ځخه دی خپل اسلام نه به تیر شې مګر د خپل معنوی پلار روس څخه به تیر نشې دی د ګوډاګی پلار په خپل کتاب کښی پنجشیر در راه جهاد کی په سراحت ویلی دې چی مونږ د روس له نسل څخه یو نو څنګه کیدای شی چی دا د ګیدړی بچی له روس څخه لاس واخلی

  6. زه به نو څه ووایم. څه چی می ویل هغه د ملګرو په خبرو کی ځای، ځای راغلی. په پارسی کی یو متل دی وایی: عاقبت ګرګ زاده ګرګ شود، ګرچه با آدمی بزرګ شود.
    امارتیان دی هم ځانونه سړی کړی نور دی اولس او ملت نه ځوروی، د هغوی په ملی ارزښتونو دی ملنډې نه وهی. د تعلیم دروازې دی خلاصی پیریژدی او کچیری دا ځلی پسی بی ۵۲ راغله داسی به ورک شی چی نور به څوک ملا په جومات کی هم پرینژدی. د پښتون او افغان هویت خو یی هسی هم په خطر کی اچولی ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب