پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهد عمران خان د خوشې کیدو پریکړه وشوه

د عمران خان د خوشې کیدو پریکړه وشوه

تاند: (سې شنبه، د وږي ۷ مه )  د پاکستان د پلازمېنې اسلام اباد محکمې له بنده د پخواني صدراعظم عمران خان د خوشې کولو پریکړه کړې ده.

دغې محکمې دا هم ویلي، چې پر عمران خان د بند د شوي حکم د لغوه کیدو غوښتنه یې هم منلې ده.

سرچینې زیاته کړې، چې د دې پریکړې نور جزییات به وروسته روښانه کړي.

معلومه نه ده، چې د اټک له زندانه خوشې کیدونکی عمران خان به له دې پریکړې سره په سیاست او را نږدې ټاکنو کې بیا ګډون وکړای شي کنه؟

د هغه خلاف په وروستیو کې د مخالفو ګوندونو ایتلافي حکومت او ورسره وران شوي پوځ او نورو ادارو ځپونکي ګامونه اخیستي.

له دې سره، عمران خان بیا هم د دودیزو ګوندونو خلاف لوی سیال ګڼل کیږي.

عمران خان د دولتي ډالیو په پلورلو تورن او له دې امله په بند محکوم شوی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...