پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهسپینه ماڼۍ: د طالبانو له پياوړي کولو پرته، افغانانو سره مرستوته دوام...

سپینه ماڼۍ: د طالبانو له پياوړي کولو پرته، افغانانو سره مرستوته دوام ورکوو

تاند: (سې شنبه، د وږي ۷ مه )  د امریکا د سپینې ماڼۍ ویاندې کرین ژان پیر په یوه خبري ناسته کې، د طالبانو له پياوړي کولو پرته، افغانانو سره د خپل هېواد د مرستو د دوام خبر ورکړ.

هغې په عین حال کې وویل، چې د نجونو او ښځو زده کړې د دوی د هېواد یوه روښانه او نه بدلیدونکې غوښتنه ده، چې د ټولې نړۍ په کچه یې تحقق غواړي.

د ژان پير په وینا، دا غوښتنه په ډېره روښانه توګه طالبانو سره هم شریکه شوې ده.

د امریکایي ویاندې دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې په یوه تازه مرکه کې د افغانستان بشري وضعیت ډېر خراب ګڼلی او ویلي، چې د افغانستان ډېر بشري مرستندویان لویدیز هېوادونه دي او د دوی د مرستو د دوام اساسي شرط د ښځو د حقونو تامین او زده کړې دي.

هغې دا هم ویلي، چې عربي هېوادونو یوازې په ځينو مذهبي برخو کې له افغانستان سره مرستې کړې دي.

طالبانو بیا د نجونو د زده کړو په اړه، چې له شاوخوا دوو کلونو راهیسې یې د ښوونځي له شپږم ټولګي څخه پورته منع کړې دي، ضدو نقیض دریځونه وړاندې کړي.

یوه لویه برخه طالب چارواکو د دغو زده کړو د پيل غوښتنه کړې او یوه پخواني مقام یې ملا عبدالسلام ضعیف خو لا د طالبانو ۹۵ سلنه مشران د نجونو د زده کړو پلویان ښودلي.

له دې سره هم معلومه نه ده، چې د دغو زده کړو مخالفت څوک او ولې کوي؟

2 COMMENTS

  1. یا خو تاسو ړانده او کاڼه یاست او یا سترګې پټوئ، ستاسو د تروریستي پروژو عملي کونکی پاکستان ښونځي بند کړي او تاسو سره دوه مخي کوي او کوشش کوي چې ځان موړ کړي مګر بیرته غرقیږي. هر کله چې تاسو پاکستان د صحنې اخوا کړ او مستقیم افغان سره کینې مشکل به مو حل شي. تاسو هم منافقت پریږدئ ځکه طالبان تاسو راوستل.

  2. لکه څنګه چې اوس روسیه پوه شوی چې موږ له افغانانو سره په غلط پالیسی او سیاست مخې ته تللي یو ځکه خو چې اوس هرڅومره ځانونه ښه معرفي کړی مګر د افغان ولس اوس تیر تاریخ نه هیریږی ځکه روسانو هم د کمونستانو په ملتیا زموږ برحال ریس جمهور یا پاچا سردار داود خان وواژه مګر د هغه وینه چې کله وبهیده تر نن پورې د وینو سیلابونه روان شول یعنی پخوا له هغه دومره وژنه په افغانستان کې نه کیدله که کیدله هغه هم په شخصی غرایضو کې.
    امریکا چې کله په افغانستان کې د کمونستی رژیم یا روس پلوه کسانو د له مینځ وړلو لپاره د ځینو جنګې ډلو په وسیله څلور ریس جمهورانو (نورمحمد ترکی، حفیظ الله امین، ببرک کارمل او ډاکټر نجیب الله) پرضد د پاکستان عربستان او ایران په ملتیا دلته انسان وژنه شروع کړ مګر هغه کسان یا ډلي چې امریکا تربیه کړی یعنی غیرمستقیم د پاکستان په وسیله بیرته دده په خلاف وکارول شوي ځکه موږ افغانانو وکتل چې هرڅه یی کړی وو ثمره یی ولیده، تاسو دا تیر ۳۵ کلن تاریخ وګوری چې امریکا او برتانیه او پاکستان څه ډول رول لوبوی، دوی داسې فکر کوي چې افغانانو په موږ نه پوهیږی ښه خبر دي خو اوس وخت کې څوک نشته چې په دنیا کې د دوی د بدو افعالو او کړنو سزا ورکړی خو الله تعالی به حتمآ ټولو انسان وژنکو ډلو ته سزا ورکوی ځکه دوی د قدرت لپاره هرڅه کړی مګر الله تعالی بصیر او علیم ذات ده چې هرڅه له نږدي څاری بیا آخرت کې پخپله فیصله کوي بیا د هیچا سفارش نه قبلیږي ځکه الله تعالی وايي چې خپل حق هرچا ته بښل کیږی مګر د بنده حق نه بښل کیږي بیا پاتې شو د یوه بنده ژوند او مرګ خبره ډيره لیری ده چې الله تعالی به دوی وبښوی چې دوی مسلمانان وژل او کفار او پنجاب به یی خوشحالول

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب