د بشر هسک لیکنه
شفیق مرید د افغانستان په ځوانو هنرمندانو کې خپل ځای لري. هغه د غږ، کمپوز، شعر ټاکلو او ویډیوګانو جوړولو ټولو له پلوه، چې د ښو سندرو خصوصیات دي، ټول په خپلو ښایسته سندرو کې لري او له دې امله زیات محبوییت او مینه وال ور په برخه شوي دي.
ما له همداسې شناخت سره د ښاغلي مرېد نوې سندره د هغه پر یوټیوب چینل ولیده، چې دلته څو خبرې ورباندې لرم.
دا سندره په دري ژبه ده او د سلېمان لاېق( دوست دارم این وطن را) کم ساري وطني شعر یوه برخه پکې سندریزه شوې او ویډیو ورته جوړه شوې ده.
دا سندره له هنري پلوه خوږه او جذبونکې ده، خاصتاً د شفیق مرېد د وطني سندرو مینه والو ته ځانګړی خوند لري.
د سندرې ویډیو او له اوسنیو شرایطو سره تړاو یې د بحث وړ دي، چې پر دې به لږ ډېر تم شم.
د سندرې ویډیو:
د سندرې ویډیویي کلېپ په یوه دفتر کې ناست ځوان ته د جمهوري نظام د سقوط پر وخت له یوه زنګ وهلو پيلیږي، چې یو ملګری یې ورته وایي: کابل هوایي ډګر ته زر راشه، امریکایان خلک وباسي.
زنګ ترلاسه کوونکی په بېړه ځي، خو دا چې پر هوایي ډګر د خلکو له ذلته ډک او وېرونکی هجوم ویني، په وطن کې د پاتیدو او د تلونکو کسانو د بیرته ستنولو فکر لوېږي او یوه برخه خلک ورسره بیرته ګرځوي.
دلته ده، چې د ښاغلي مرېد سندره پيلیږي او د لایق د نظم یوه برخه تمثیلوي او مخاطبینو ته په وطن کې د پاتې کیدو انګېزه او وطني مینه وړاندې کوي.
تناقضات
سلېمان لاېق، لکه چې ټول خبر دي د کیڼ اړخي خلق دیموکراتیک ګوند له موسسانو څخه و او دا شعر یې د دوی د رژیم خلاف د ښي اړخو مجاهدینو د بریدونو په مقابل کې د سختو جګړو پر مهال خپلو مدافع ځواکونو او پلویانو ته د مورال ورکولو لپاره لیکلی و، تردې چې د جګړې د شدت پر مهال په یوه مهمه وینا کې د وخت ولسمشر ډاکټر نجیب الله هم دغه شعر لوستی او خپلو مخالفانو ته یې خپل مورال پکې لوړ ښودلی.
یو تناقض دا دی، چې پر افغانستان اوسني حاکم طالبان د هماغو جهادي تنظیمونو اوسني ځای ناستي یا د لارې تعقیبونکي ګڼل کیږي.
مشترکه وجه یې دا حسابیږي، چې هغه جهادي تنظیمونه هم په پاکستان کې رامنځته شوي وو او د افغانستان د یوه حاکم رژيم خلاف جنګیدل او طالبان هم هغلته رامنځته شوي او د یوه رژیم خلاف له هماغه ځایه په تمویلیدونکو امکاناتو جنګیدل.
بل تناقض دا دی، چې سلېمان لایق د پرځیدلي جمهوري نظام په وروستیو کلونو کې، یوه ځانمرګي برید کې سخت ټپي او بیا د هماغو ټپونو له امله هندوستان کې ومړ.
د هغه برید ملامتي، د وخت چارواکو پر اوسنیو حاکمو طالبانو واچوله، چې دغې ډلې هم هغه وخت د برید له مسوولیت منلو انکار نه و کړی.
دا هم عجیبه ده، چې که لاېق ژوندی وای او مرېد د طالبانو په ګټه د هغه د شعر د استفادې په اړه پوښتلی وای، اجازه به یې ورکړې وه کنه؟
وروستۍ خبره او عجیب تناقض دا دی، چې ښاغلی مرېد خپله هم په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ژباړن و او حد اقل لس کاله مخکې د هماغې دندې په اسنادو امریکا ته تللی او په دغه هېواد کې یې پناه اخیستې ده.
ښاغلی مرېد، چې مخکې یې په شوخو سندرو کې د مشهور طالب پلوه جمهوري چارواکي عبدالستار سعادت ( تا به د مینې په دام څنګه بندومه، چې دا غرور دې مات شي د پېغلتوب..) شعر هم شامل و، ویل کیږي چې طالب چارواکو سره د هغه د اړیکو په ډاډ کابل ته مطمئن تګ راتګ کولای شي.
د مرېد هنر، وطني احساس او ټول خیریه فعالیتونه د قدر وړ دي، خو دا چې په داسې تناقضاتو راځي او له هېواده د شته ناورین او استبدادي وضعیت له امله د وتونکو میلیونونه کسانو وطن دوستي ننګوي، بې انصافي او ظلم کوي او هنر نه غلطه استفاده لا ورته ویلای شوو!
جمال افغان خپه دی چې خلک وطن کې پاتیدو ته ولې تشویق شوي دي. زما عاجز په اند خلک د وطنه وتلو ته تشویقول د ای اس ای پټ پروګرام دی. د لوی هنرمند ښاغلي مرید کور ودان.
یو څو چنې؛
۱ – حافظه دوه ډوله ده
。 فردی حافظه
。 جمعی حافظه ( ټولنیزه حافظه )
همدارنګه
په شعوری او غیر ارادی توګه د حافظی کمزوری
په غیر شعوری او غیر ارادی توګه د حافظی کمزوری
پورته دوی کرښی هم د فردی حافظی په هکله او هم د اجتماعی حافظی په هکله د صِدق او انطباق وړ دی.
امّا اصلی خبره:
د افغانستان د وروستی سلو کلونو په اوږدو کی ډیری داسی خوښی او ناخوښی پیښی را منځته سویدی چی په لنډ مهاله ډول د جمعی حافظی څخه محو سوی دی ( په حقیقت کی د ملی سرنوشت الوتکه لاندی غورځیدلی ده خو توره جعبه یا جعبۀ سیاه ئی نه ده موندل سوی او که موندل سوی هم وی په جعبه کی د ثبت سوو محتویاتو پر سر توافق نه دی را منځته سوی ).
دا پیښی یا په شعوری توګه او یا په غیر شعوری او غیر ارادی توګه د جمعی حافظی څخه پاکی سویدی.
که لږ په ځیر وګورو؛
د فقید امان الله خان د لومړنیو او وروستیو دوو کلونو کړنو ( البته منځنی کلونه ئی د حماقت او عجولانه کړنو یوه ویرانوونکی هنداره وه) په وړاندی د عام وولس نظر ډیر مثبت ؤ خو د هغه بیچاره تر تبعید وروسته د هغه ځایناستو په ډیر مهارت د امان الله خان خوږه یا ترخه خاطره د عام وولس له اذهانو څخه پاکه کړه .
یا مثلاً د ظاهر خان د سلطنت د وروستی سرداری صدراعظم ( داوود خان ) د استعفا ( په حقیقت کی عزل ) د پیل څخه بیا تر چنګاښی خوځښت پوری، داوود خان د عام وولس په حافظه کی محو ؤ.
همدارنګه
د داوود خانی جمهوریت له پیل څخه بیا د مسکو او واشنګټن تر منځ د شیطانی لوبو تر اوج پوری ظاهر جان د عام وولس په حافظه کی محو ؤ.
تر هغی وروسته د ډراماټیکو پیښو بیان ته به اړتیا نه وی خو:
په شعوری او ارادی توګه د عام وولس په حافظه لوبی کول او یا د عام وولس د اذهانو مهندسی د نړیوالو ډاکوګانو او د هغوی د محلی مُریدانو خصلت دی.
سلیمان لایق غوندی شاعران او حتی د هغه د شعر کاروونکی هنرمندان به د ملی حافظی او اذهانو د خائنو مهندسینو په ډله کی وشمیرل سی.
زه عُقدئی انسان نه یم او عُقده ای انسان می نه خوښیږی خو د خپلی فکری – عقیدتی ودانی د دفاع حق ځانته محفوظ ګڼم . ما کلونه مخکی په ملی او هنر دوستانه انګیزه د افغان جرمن په ویبپاڼه کی د فقید خلیل الله خلیلی د هنر د ستائنی په باب یو څو کرښی لیکلی وی ( صاحبه، نو درلې ګوتی ) . که پښتون ؤ که ناپښتون ؤ په مستعارو نومونو ئی تر څلویښتو کیلو اُربشو سپک کړم.
زما غبرګون به پټ یا ښکاره او نن او سبا دا وی چی:
په هیڅ توګه به سلیمان لایق تر خلیلی اصلح او احسن نه وی.
د شوروی او د شوروی د پرچمی انډیوالانو د خباثت پاکیدل به د سمندرونو د اوبو د توان څخه هم لیری خبره وی.
السلام علیکم
له لاندی دووکرښو شاید بل ډول برداشت وشی:
(…سلېمان لاېق، لکه چې ټول خبر دي د کیڼ اړخي خلق دیموکراتیک ګوند له موسسانو څخه و او دا شعر یې د دوی د رژیم خلاف د ښي اړخو مجاهدینو د بریدونو په مقابل کې د سختو جګړو پر مهال خپلو مدافع ځواکونو او پلویانو ته د مورال ورکولو لپاره لیکلی و،)
سلیمان دا شعر د ۱۳۵۷ مخکی لیکل او مشهور شوی و، دا چی وروسته بیا د جنګو پر مهال هم ډیرو ځایو کی وویل شو او نجیب هم وینا کی یاد کړی، دا ددی مانانلری چی د جنګ په خاطر یی ویلی. را دیو کی د ده ځینی ترانی لکه: سره یو شی وطنوالو – وخت روان دی نه دریږی…) او (درین وطن در ین … یکی شوید برادران وخواهران..) شعرونه هم له ۱۳۵۷ مخکی لیکل شوی او رادیو کی ثبت شوی وو. ( دا وطن ودان وطن دا د لوی افغان وطن) هم له ۱۳۵۷ مخکی لیکل شوی، خو وروسته له جنګونو (۱۳۵۷)رادیو کی ثبت شو اما دا سمه ده چی ( دوست درام این وطن را…) به نوی ثبت شوی وی، د سلیمان لایق ډیره شاعری له ۱۳۵۷ مخکی وه.