یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهمزارشریف: یو ۸ کلن ماشوم له تښتونکو را خوشې کړل شو

مزارشریف: یو ۸ کلن ماشوم له تښتونکو را خوشې کړل شو

تاند: (دوشنبه، د وږي ۶ مه )  د طالبانو ځایي چارواکي وایي، چې په مزارشریف کې یې کې يو اته کلن ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو را خوشې کړی.

د بلخ مرستيال والي مولوي نورالهادي ابو ادریس وویل، چې تېره ورځ شاوخوا یوه نیمه بجه دغه ماشوم د مزارشریف ښار دريمې حوزې له مربوطاتو څخه تښتول شوی و، چې د دغه ولايت استخباراتو ځواکونو د لسو ساعتونو څخه وروسته د انسان تښتوونکو له منګولو آزاد او په تړاو یې ۵ تنه هم نیول شوي دي.

ابو ادريس زیاته کړه، چې له دغه ۵ کسانو سره يوه تومانچه، دوې ريکشې او يو کرولا موټر هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلی دی.

د طالبانو له بیا واکمنید سره ورته جنایي پېښې زیاتې شوي، خو طالبان تر ډېره د تښتول شویو په خلاصون او د عاملانو په نیولو کې بریالي ګڼل کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب