جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهجاپان په جلال اباد کې د ماشومانو کتابتون پرانېست

جاپان په جلال اباد کې د ماشومانو کتابتون پرانېست

تاند: (دوشنبه، د وږي ۶ مه ) په ننګرهار کې د شانتي رضا کاره ټولنې لخوا د ۱۳۵ زرو امریکایي ډالرو په ارزښت د ماشومانو لپاره یو کتابتون جوړ او پرانېستل شو.

 د يادې موسسې استازي انجينر عنايت الله نصر ویلي، چې دغه کتابتون، په دوه بسوې او پنځه څلوېښت متره مربع ځمکه کې په پاخه او اساسي ډول جوړ شوی.

د هغه په وینا،  د ودانۍ ترڅنګ د کتابتون ټول اړين توکي او کتابونه هم په پام کې نيول شوي، چې لګښت يې د جاپان هېواد له لوري ورکړل شوی.

د  ننګرهار لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رئيس وويل؛ دا کتابتون به هم د عامه کتابتون په شان د ماشومانو پرمخ خلاص او دريو تنو استادانو له لوري به ماشومانو ته پکې زده کړې ورکول کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...