Homeخبرونهد روسیې امنیت شورا: په افغانستان کې د ثبات ټینګښت ته کلونه...

د روسیې امنیت شورا: په افغانستان کې د ثبات ټینګښت ته کلونه پکار دي

تاند: (دوشنبه، د وږي ۶ مه ) د روسیې د ملي امنیت شورا د منشي مرستیال الکسی شوتسوف وایي، چې په افغانستان کې د ثبات ټینګښت به کلونه وخت ونیسي.

نوموړي له یوې روسي رسنۍ سره په مرکه کې ناټو او امریکا تورن کړي، چې په افغانستان کې د شل کلن پوځي حضور پر مهال یې زیاتې ناخوالې زېږولي دي.

د نوموړي په وینا، د دغه حضور پر مهال افغانستان د ترهګرۍ، افراطیت، ناقانونه مهاجرت، نیشه یي توکیو او سازمان شویو جرمونو په مرکز بدل شوی.

د دغه روسي مقام د څرګندونو له مخې، هېواد یې هڅه کوي چې د افغان ثبات د ټینګښت مزل چټک شي.

یو شمېر شنونکي بیا باور لري، چې افغانستان د ختیځ او لویدیځ د قدرتونو د سیالۍ په مرکز بدل شوی او روسیه او امریکا یې په سرکې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...