یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد افغانستان د ریللارې ادارې پلاوی د ایران په بلنه تهران ته...

د افغانستان د ریللارې ادارې پلاوی د ایران په بلنه تهران ته تللی

تاند (دوشنبه، د سنبلې ۶مه) د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د ریللارې اداره وايي، د ایران د ریلارو د ادارې په بلنه یې نن سهار یو پلاوی تهران ته واستاوه.

دې ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ریللارې د ادارې د رييس بخت الرحمان شرافت په مشرۍ پلاوی به د تهران د سفر په لړ کې د خاف – هرات د ریللارې د درېیمې برخې د کار د چټکتیا، د افغانستان د ریللارې د ادارې کارکوونکو ته د لنډمهالو تخنیکي کورسونو د پیلولو او دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړي.

د ایران د خاف (خواف) او هرات د ریللارې د بشپړېدو په صورت کې د افغانستان ریللار د ایران او ترکیې له لارې له اروپا سره وصلیږي.

دا پروژه د افغانستان د جمهوري حکومت په مهال پیل او ډیره برخه یې بشپړه شوه.

د ایران د خاف او د افغانستان د هرات د هوايي ډګر ترمنځ ریللار څلور برخې لرلې چې لومړۍ یې د ایران له خاف څخه د ایران تر سنګان پورې، دوهمه له سنګان څخه تر چاه سرخ پولې پورې او درېیمه یې له چاه سرخ څخه تر روزنک پورې او بالاخره څلورمه برخه یې له روزنک څخه د هرات تر صنعتي ښارګي پورې دوام کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب