یکشنبه, نوومبر 24, 2024
Homeخبرونهمجاهد: د نړیوالو د غوښتنو په عملي کولو مکلف نه یوو

مجاهد: د نړیوالو د غوښتنو په عملي کولو مکلف نه یوو

تاند: (سې شنبه، د زمري ۲۴ مه )  د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد د دوی د واکمنۍ له دوه کلنو کړنو په دفاع ویلي، چې د نړیوالو د هغو غوښتنو په عملي کولو مکلف نه دي، چې بیا- بیا یې له دوی ترسره کول غواړي.

نوموړي د ښځو پر وړاندې د وضع شویو قیوداتو په تړاو ویلي، چې له زده کړو د نجونو او ښځو منع کول یې دایمي پریکړه نه ده؛ بلکې د شرایطو په نظر کې نیولو سره به نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړل شي.

ذبیح الله مجاهد په ورته مهال زیاته کړې، چې دوی د خپلو کړنو لپاره هغه څه،چې دوی یې د اسلامي شریعت او ملي ګټو په پام کې لرل بللي، ژمن دي.

د ده په وینا، دوی د نړۍ د خوشالولو لپاره داسې اقدام ته نه دي چمتو، چې د ده په باور له یادو ټکیو سره په ټکر کې وي او بل ملي ناورین رامنځته کړي.

د طالبانو ویاند دا څرګندونې داسې مهال کړي، چې د دوی د رژیم له دوه کلنۍ سره پر ډېرو کړنو؛ په ځانګړي ډول یې د ښځو پر وړاندې د قیوداتو له امله توندو غبرګونونو سره مخ دي.

دا غبرګونونه په ملي او نړیواله کچه ښودل شوي او نړیوالو خو د طالبانو د په رسمیت پېژندلو او ورسره تعامل لپاره د ښځو د حقونو تامینول یو اساسي شرط ټاکلی.

3 COMMENTS

  1. افغانستان یو اسلامي هېواد دی او اسلام د ښځو تعلیم ، تحصیل ، کار او نور انساني حقوق ښځو او نجونو ته هم ورکړيدی. له 59 اسلامي هېوادونو نه تاسو زیات نه یاستئ . هغوی هم دیني عالمان اوپوهان لري . ستاسو د هغه لوی ملا پوهه او علمي استعداد کچه چې د لوړو زده کړو وزارت دندې مخ ته وړي ، د ایران د یوه عادي آخوند په جېب کې ده . د نورو اسلامي هېوادونو عالمانو او د الاظهر پوهنتون د دیني پوهانو علمي سطحه لا پرځای پرېږده .
    افغانستان د ملګرو ملتونو د نړیوال سازمان غړی دی او دهغه منشور یې لاسلیک کړیدی . په دې منشور کې د ټولو انسانانو حقوق او خصوصا د نجونو او ښځو حقوقو ته په واضیح ډول اشاره شوېده . که تاسو هغه نه منئ ، نو بیا د دغه نړیوال سازمان غړیتوب او استازولی ته خپل ملا هم مه معرفي کوئ ، له هغوی د مرستې او خیرات ، له نړیوالو د خپل رژیم د په رسمیت پېژندلو توقوع او د ګاونډیانو د مداخلو شکایت هم مه کوئ .
    که د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یو ځل بیا ستاسو پرخلاف پرېکړه وکړي ، تاسو به بیا پنجاب ته پناه یوسئ او افغانستان به د اور لمبو ته پرېږدئ .
    تاسو چې ځان د افغانستان حاکمان ګڼئ ، دا مکلفیت هم لرئ چې د افغانستان د ټولو خلکو روا او مشروع غوښتنو ته لبیک ووایئ او هغه عملي کړئ …..

    • خر خر وی او اس اس، تاسو د اس زین په خره ږدۍ ! دا خره نه ترقی غواړی نه مدنیت هغوی د جنت په خوبونو کې له ښځو حورې جوړوي او نږدې به د غلمانو وخت هم را ورسیږي ! طالب د جامعې مکروب دی او ټولنه فلجه وي!!

  2. نو ته رڼډۍ په څه شرمیږې، بیا رذیله که نر یې پنجابي ته خو خوله پرانیزه سي په اورته خو د سپور ده بمباري هم درباندي کوي.او بل رښتیا مکلف نه یاست ځکه یرغلګر د زکات پیسې درته رالیږي او دغه درته وایی څه سي کوۍ هغه کوۍ . دغه د امریکا بل غچ له افغان ولسه ده سي ستاسي سوډرانو په مرسته یې تر قیامت په جهالت کې غرق کړ. 😡

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب