جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهشېخ دلاور طالبانو ته؛ که د خلکو غوښتنو ته پام ونه کړئ،...

شېخ دلاور طالبانو ته؛ که د خلکو غوښتنو ته پام ونه کړئ، د مخکیني حکومت په برخلیک اخته کیږئ

تاند: (سې شنبه، د زمري ۲۴ مه )  د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر شېخ شهاب‌الدین دلاور له خپلو پلویانو وغوښتل چې له ملت سره ښه چلند وکړي.

نوموړي د دوی د رژیم د دویمې کلیزې په مناسبت د جوړې شوې  غونډې پر مهال خبرداری ورکړ، چې که چارواکي د خلکو غوښتنو ته پام و نه کړي، د مخکني حکومت د چارواکو له برخلیک سره به مخ شي.

شېخ دلاور وویل:”که د خپل عزت غم را سره و، که د خپل وزارت غم را سره و، د خپلو ساتونکو غم را سره و، د خپلو عکسونو  غم را سره و، بیا داسې حال زموږ وي. هغوی ډېرې ډېرې کړې، بلند منزلونه یې جوړ کړل، غصبونه یې وکړل، خو افغانستان ترې پاتې شو. “

دغه طالب مقام یادې څرګندونې په داسې مهال کوي، چې له طالبانو د خلکو د نارضایتۍ خبرونه په زیاتیدو دي.

یو شمېر افغانان شکایت کوي، چې طالبانو واک په بشپړ ډول انحصار کړی، له خلکو او خاصتاً ښځو څخه یې د زده کړو، کار، ټولنیزو فعالیتونو او حتا لباس او سلیقې حق اخېستی او خپل مخالفان په هره ممکنه بڼه ځپي او له هېواده وتو ته مجبوروي.

دوی د طالب مشرانو پر ورته څرګندونو هم شک کوي او وایي، چې په تېرو دوو کلونو کې یې خپل هغه کسان خلکو  ته ښودلي او مجازات کړي نه دي، چې د خلکو د ځورولو سبب شوي دي.

1 COMMENT

  1. زما نصیحت دادی مخکې له دي ځخه چې اولس تاسې ورټي او له منځه مو یوسي نو تاسو خپل مخپټي ملا هیبت الله اخوند له منځه یوسۍاو یایې انسان کړۍ!
    دا نالتي خو ملا امام هم وو نو دا څه مانالري چې ټولو پاکستاني او بلوچي مقتدیانو لیدلی خو له خپلو افغانانو مخ پټوي !!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب