جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد امریکا بهرنیو چارو وزارت استازی: خلیلزاد او خبرې یې نور زموږ...

د امریکا بهرنیو چارو وزارت استازی: خلیلزاد او خبرې یې نور زموږ استازیتوب نه کوي

تاند: (سې شنبه، د زمري ۲۴ مه )  د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي ادارې ویلي، چې زلمی خلیلزاد او خبرې یې نور د دوی استازیتوب نه کوي.

دا څرګندونې په داسې مهال شوي، چې خلیلزاد د طالبانو د واکمنۍ د دویمې کلیزې په درشل کې د طالبانو په ملاتړ او د مخالفانو په مخالفت یې پارونکې خبرې کړې دي.

نوموړي د طالبانو له مخالفانو غوښتي، چې د دې ډلې له مخالفته لاس په سر او افغانستان ته ستانه شي.

د خلیلزاد خبرې د طالبانو د مخالفانو له توندو غبرګونونو سره مخ شوي او هغه یې د طالبانو ویاند ګڼلی دی.

زلمی خلیلزاد، چې طالبانو سره  د امریکا د سولې خبرو سمبالګر او مخته وړونکی و، دغې ډلې سره یې په دوحه کې د سولې تړون له لاسلیک او د یاد شوي تړون له ناکامۍ وروسته، چې پر خلاف یې طالبان په زوره په افغانستان کې واک ته ورسېدل، له دندې استعفا وکړه.

2 COMMENTS

  1. خائین او د سی آي اي ستر جاسوس دافغان ملت لوی دوښمن دی او دی ملی او بین المللی خائین د افغان ملت ستره قربانی د ظالم خونخوار د

  2. خائین او د سی آي اي ستر جاسوس خلیلزاد دافغان ملت لوی دوښمن دی او دی ملی او بین المللی خائین د افغان ملت ستره قربانی د ظالم خونخوار پخوانی شوروی تر پښو لاندی کړه او دی خائین د امریکا او پنجابی پاکستان مفادو لپاره ئی نوره ددوی له خوا تربیه شوی ملی خائينین کابل ته راوستل او دی خائینی ډلګی دافغانانو ټول حقوق تر پښو لاندی کړل او لږه موده وروسته دا راوستل شوی وطنفروشان او چورکوونکی لری کړۍ شول او په عوض ئی کوچنیوالی څخه په قدیانیو پنجابی مدرسو کښی تربیه شوی خرڅ شوی خیټوری پلیتی ږیری په ډورامائی شکل سره کابل ته راوستل او امریکا د غلیسی لپاره مصنوعی مخالفت ددی جاهلو بی سواده قدیانیو مکروبو سره تکراری ښکاره کوی او وائی چی په رسمیت ئی نه پیژنو اما په واقعیت کښی همدا غلیسه امریکا او شیطان انګلیس او همدارنګه د شیطان انګلیس چوچه پنجابی پاکستان ددوی سره رنګارنګ کومکونه کوی او د افغان ملت د بی سوادی او غربت رهنمائی ورته کوی اواوس دا یاد مضر ممالک ځانونه ددی خیټورو چټلو قدیانیو ږیرو پر ضد ښکاره کوی او باید هیر نشی چی دی نورو وطنفروشانو چورکوونکیو د امریکا په امر همدی خیټورو چټلو ږیروته کابل دوهم ځل لپاره په اتفاق سره کابل پریښود او اوس دا مفت خواره شغلان د قدیانیو تربیه شوو طالبانو په وینا د مقاومت شورا بغاری وهی اصلآ د دواړو خواو یعنی دمقاومت بغاری او د خیټورو ږیرو صلحی بغاری د افغان ملت غولولو لپاره جریان لری !
    غلیسه امریکا ، شیطان انګلیس او د شیطان انګلیس چوچه د افغان ملت تباهی په قیمت دا ډول فاسد چورکوونکی قاتلان او تور جاهل قدیانان ئی د خپلو مردودو هدفونو لپاره محکم په غیږو کښی نیولی دی !!!
    ددی خائینو تربیه شوو ډلګیو ټول مسؤلیت دهمدی ملی او بین المللی خائین خلیلزاد په لاس کښی وو او اوس هم ددی پلیت پروګرام دوامداری لپاره همدا ملی او بین المللی خائین خلیلزاد مسؤلیت لری او دده په عوض دا بل تن یوازی سمبولیک شکل لری !!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب