جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد خوست د پېښې د مرګ ژوبلو شمېر ۱۳ ته ورسید

د خوست د پېښې د مرګ ژوبلو شمېر ۱۳ ته ورسید

تاند(سې شنبه، د اسد ۲۴ مه) په خوست کې د پرونۍ پېښې د مرګ ژوبلو شمېر زیات شوی او اوس چارواکي وايي چې په دې پېښه کې ۵ تنه وژل شوي او ۸ ټپیان دي.

لا هم د طالبانو حکومت د پېښې د څرنګوالي په اړه څه نه وايي، په داسې حال کې چې خلک وايي، په خوست کې د ځدراڼ پر هوټل د پاکستان بې پېلوټه الوتکې برید کړی، د خوست چارواکي وايي چې ښايي په هوټل کې چاودنه شوې وي.

د پاکستان اج تلویزیون د خپلو سرچینو پر اساس ویلي چې د پاکستان د پوځ بې پېلوټه الوتکې په خوست کې د ټي ټي پي د مهم قوماندان حافظ ګل بهادر د هستوګنې هوټل په نخښه کړی دی.

حافظ ګل بهادر، پخوا د پاکستاني طالبانو تحریک د مشر بیت الله محسود مرستیال و خو وروسته ورڅخه بېل شو.

د خوست ولایت مطبوعاتي دفتر ویلي چې د پېښې اکثره قربانیان وزیرستاني کډوال دي.

په خپرو شویو تصویرونو کې د وژل شویو کسانو په منځ کې دوه ماشومان هم لیدل کېږي.

د خوست امنیه قوماندانۍ بیا ویلي چې په دې پېښه کې ځايي اوسیدونکو او همداراز وزیرستاني کډوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د طالبانو حکومت تراوسه پورې د دې برید په خاطر پر پاکستان اعتراض نه دی کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب