یکشنبه, نوومبر 24, 2024
Homeخبرونهد بښنې نړیوال سازمان: په افغانستان کې د بشري حقونو بېساری نقض...

د بښنې نړیوال سازمان: په افغانستان کې د بشري حقونو بېساری نقض روان دی

تاند: (سې شنبه، د زمري ۲۴ مه )   د بښنې نړیوال سازمان یو ځل بیا په افغانستان کې د طالبانو واکمن رژيم د بشري حقونو په بېساري نقض تورن کړی.

دغه سازمان وايي، د طالبانو د واکمنېدو دوه کاله داسې مهال پوره کېږي چې په افغانستان کې د بشري حقونو بیساري سرغړونې ثبت شوې دي.

 د یاد شوي سازمان د معلوماتو له مخې، تر نن ورځې پورې په ټوله نړۍ کې څه کم دوه لکه کسانو هغه انلاین غوښتنلیک لاسلیک کړی چې له طالبانو غواړي د بشري حقونو سرغړونې پای ته ورسوي.

د بښنې نړیوال سازمان او د بشري حقونو نورو مدافع ډلو په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې له بشري حقونو او د ښځو له حقونو سرغړونې په پرله پسې ډول څارلې دي او په خپلو اعلامیو کې یې له طالبانو د ټولو خلکو حقونو ته د درناوي غوښتنې کړې دي.

د طالبانو چارواکو بیا په دې اړه تورونه بې بنسټه ګڼلي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي څه موده مخکې له الجزیرې تلویزون سره په مرکه کې وویل، چې د طالبانو له واکمنیدو سره په افغانستان کې بشري حقونه په بېساري ډول تامین شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب