جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهامر بالمعروف: ۵۷۰ کشران هلکان مو له نظامي لیکو وېستي

امر بالمعروف: ۵۷۰ کشران هلکان مو له نظامي لیکو وېستي

تاند: (دوشنبه، د زمري ۲۳ مه ) د  طالبانو د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت چارواکي وايي چې په دغه وزارت کې تېر کال نږدې ۱۱ زره شکایتونه ثبت او نږدې اته زرو ته یې رسیدګي شوې ده.

د دغه وزارت ویاند محمد صادق عاکف په یوه خبري ناسته کې وویل، چې په تېر یوه کال کې له څلور زره ۲۸۸ نظامي ادارو لیدنه او څارنه شوې چې په پایله کې،۵۷۰ کشران هلکان له صف څخه ویستل شوي او د زده کړو لپاره مدرسو ته معرفي شوي دي.

عاکف زیاته کړه: «په همدې موده کې د ملکي برخې د اصلاح په موخه، د وزارت محتسبینو له څه د پاسه ۱۰۰زره مساجدو او دغه راز د څه د پاسه ۳۶ زره پوهنتونونو، ښوونځیو، مدرسو، روغتیايي مرکزونو او ورزشي ځایونو، مارکېټونو، هوټلونو، رستورانټونو او تفریحي ځایونو څخه لیدنې کړي او په کې د نیکو کارونو لارښوونې او له ناوړو کارونو مخینوی شوی دی.»

د عاکف د معلوماتو له مخې؛ په تېر يوه کال کې د هېواد په کچه ۱۰ زره ۸۷۵ شکایتونه د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ته رسیدلي چې ۷ زره ۹۱۵ شکایتونه حل شوي دي.

هغه څرګنده کړه چې د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د محتسبینو د هڅو په پایله کې، په ټول هېواد کې څه د پاسه درې زره مساجد د خلکو له لوري تعمیر، ترمیم او بېرته فعال شوي دي.

 طالب ویاند دا څرګندونې په داسې مهال کوي، چې خلک د طالبانو د رژیم تر نورو ادارو له دغې ادارې زیات شکایتونه لري او د خلکو په ورځیني ژوند او خصوصي حریم کې په نا مسوولانه لاسوهنو یې تورنوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب