جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد پاکستان د پوځ مشر: افغانانو ته تر ټولو مېلمه پال هېواد...

د پاکستان د پوځ مشر: افغانانو ته تر ټولو مېلمه پال هېواد یوو، زموږ خاوره دې نه نا امنه کوي

تاند: (دوشنبه، د زمري ۲۳ مه ) د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د ځورونې له زیاتیدونکو خبرونو سره هم مهاله، ادعا کړې چې هېواد يې د افغانانو تر ټولو ډېر مېلمه پاله هېواد دی.

نوموړي د پښتونخوا په کاکول پوځي مرکز کې د وینا پر مهال وویل:«خپلو افغان وروڼو ته په درناوي، موږ په کلونو د افغان کډوالو لپاره تر ټولو مېلمه پال ولس وو او هیله لرو چې زموږ افغان وروڼه، زموږ تر ټولو لږ هڅې جبران کړي او اجازه ورنه کړي چې له خاورې یې زموږ پر ضد کار واخیستل شي.»

په افغانستان کې د طالبانو د واکمن رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد بیا پاکستاني لوري ته ډاډ ورکړی، چې هېواد ته یې د افغان خاورې د نه ګواښیدو له اړخه جدي دي او د دوی په ژمنو دې باور وشي.

دا په داسې حال کې ده، چې مخکې پاکستاني چارواکو په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د ځپلو لپاره د لاس په کار کیدو خبرداری ورکړی و.

نن پاکستاني رسنیو په خوست کې پر یوه هوټل د خپل هېواد د بې پيلوټه الوتکې د برید او پکې د ټي ټي پي د یو شمېر غړو د وژلو خبر ورکړی، چې د خوست واکمنو افغان طالبانو یې خبره تایید یا رد کړې نه ده.

5 COMMENTS

  1. افغانانو ته د ټولونه ضرري، ورانوکی، د افغانانو قاتل او تروریست هیواد یاست. په افغانستان او کوزه پختونخوا کې د هرې بدبختۍ شاته تاسو د اسلام په نوم کافر او فرعونیان لاس لرئ. تاسو د خپلو نارواح ګټو لپاره د هر ظالم، جابر او کافر سره لاس یو کړی. زمونږ پخواني دې الله نه بخښي چې ستاسو د ناپاک هیواد د جوړیدلو مخه یې نه نیوله او اوسني دې الله ددې پخاطر نه بخښي چې ستاسو د رزیل هیواد په ورانۍ او نابودۍ کې هیڅ ندي کړي. افغان به هله اصل افغان شي چې د پاکستان په بربادۍ کې ستاسو هر دوښمن سره لاس یو کړي او خپله یې هم ورانۍ ته مټې راونغاړي. و من الله توفیق.

    • آمین آمین آمین وران به یی کو انشاالله.
      د پښتنو او د افغانانو رهبر ملی مشر منظور احمد پښتون انقلاب راولي او آزادي اخلو.
      که ډیر وخت هم تیر کړی نو دوه کاله به شی د تور پنجابي پوځ پر پښتنو باندې د حاکميت.

  2. تاسو ‌افغاناتون میلمه هیواد نه وی افغانان په خپله خاوره کی دیره ول افغانان تاسو ته لکه دې شیدو غوا وه داسو یهودانو د افغانانو له برکته خواړه او ژوند زده کړو داسو خو دال خوراک وه او ټاټکی مو تشناب وه لعنت یانو

  3. دا خو ټول د طاغوتي جهاد له برکته سي اول اشرار مور ورباندي خرڅه کړه او د بیا د اشرار چیچي حرامي طالب نه خو یې اورته هم یرغمل کړې. تف لعنت په طالب اشرار 🤮🐖😡

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب