جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد خوست په یوه هوټل کې لږترلږه ۳ تنه وژل شوي او...

د خوست په یوه هوټل کې لږترلږه ۳ تنه وژل شوي او ۷ ټپیان دي

تاند(دوشنبه، د اسد ۲۳ مه) د خوست په یوه هوټل کې د برید په نتیجه کې لږترلږه ۳ تنه وژل شوي او ۷ نور ژوبل دي.

پاکستاني سرچینې وايي چې د دغه هیواد د بې پېلوټه الوتکې له لوري په خوست ښار کې پر یوه هوټل برید شوی دی.

پاکستاني سرچینې وايي چې په دغه هوټل کې د ټي ټي پي د حافظ ګل بهادر ډلې وسله وال مېشت وو او درنه مرګ ژوبله وراوښتې ده.

له بلې خوا د خوست د والي دفتر په یوه خبرپاڼه کې پېښه تایید کړې خو په دې یې بې خبري ښوولې چې پېښه د چاودنې له کبله شوې که بمباري شوې ده.

د خوست د والي دفتر پهخپله خبرپاڼه کې ویلي یې دي «نن ورځ شاوخوا یوولس بجې د خوست ښار سپین جومات سره نیږدې یو هوټل کې چاودنه رامنځته شوي، چې له امله یې خوست کې مېشت څو تنو وزیرستاني کډوالو او خوست ښاریانو ته مرګ ژوبله اوښتي.»

په خبرپاڼه کې وړاندې ویل شوي چې د پېښې له ځایه روغتون ته د ۳ تنو مړي او ۷ ټپیان وړل شوي دي.

د خوست ولایت د والي دفتر وايي چې روغتیايي مسوولانو ته سپارښتنه شوې چې د ټپیانو تداوۍ ته جدي پام وکړي.

شاهدان وايي چې د پېښې ځای طالب ځواکونو محاصره کړی او خبریالان نه پریږدي چې ساحه له نژدې وویني.

شاهدان وايي چې په دې برید کې قادري ځدراڼ هوټل نړېدلی دی.

تر دې وړاندې هم پاکستان په خوست ولایت کې پر وزیرستاني کډوالو څو ځلې هوايي بریدونه کړي او په لړ کې یې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

1 COMMENT

  1. خوستوال د اوس ورته ټینګ شې د ای اس ای ناروا لمسی سراج حقانی او ملا هیبت خینزیر دواړه د پاکستان غلامان دی او کله چی غلامی کوی دا کارونه به پکی راځی داسې نشی چی بله ورځ مو هغه ناموسونه چی پنجابیانو برمته نیولی ستاسو په مخ کی پی سپاره شې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب