Homeخبرونهخوست کې چاودنه؛ د وزیرستاني کډوالو په ګډون یو شمېر کسان وژل...

خوست کې چاودنه؛ د وزیرستاني کډوالو په ګډون یو شمېر کسان وژل شوي

تاند: (دوشنبه، د زمري ۲۳ مه )  راپورونه وایي، چې د خوست ښار سپین جومات ته نیږدې په یوه هوټل کې درنه چاودنه شوې ده.

د کابل د امنیه قومندانۍ لپاره د طالبانو د رژیم ویاند خالد ځدراڼ ویلي، چې په دغه چاودنه کې یو شمېر وزیرستاني کډوال او د خوست اوسیدونکي وژل شوي.

هغه د وژل شویو شمېر درې او د ټپیانو اوه تنه ښودلی.

سیمه ییزو سرچینو بیا ویلي، چې د مرګ ژوبلې اندازه تر دې زیاته ده.

د پېښې نور جزیات نه دي روښانه شوي.

د دغې چاودنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

ګومان کیږي، چې د چاودنې اصلي هدف د تحریک طالبان پاکستان یو شمېر غړي، چې په خوست ولایت کې اوسیدل، وي.

طالبان، په افغانستان کې د دې ډلې موجودیت ردوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...