جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهملي مقاومت شورا: حنیف اتمر او نبیل ښایي راسره ملګري شي

ملي مقاومت شورا: حنیف اتمر او نبیل ښایي راسره ملګري شي

تاند: (دوشنبه، د زمري ۲۳ مه )  په ترکیه کې د طالبانو د یو شمېر سیاسي مخالفانو تر ټولو لویه ډله( د ملي مقاومت عالي شورا) وایي، چې د حنیف اتمر او رحمت الله نبیل په مشرۍ سیاسي ډلو سره یې خبرې روانې دي او دوی به ورسره ملګري شي.

د دغه شورا یوه ویاند خالد پښتون ویلي، چې دوی د طالبانو د ټولو مخالفو ډلو د یو ځای کولو هڅې چټکې کړي او بریالیتوب ته یې هیله من دي.

حنیف اتمر او رحمت الله نبیل په دې اړه څه نه دي ویلي.

د اتمر په مشرۍ یو شمېر سیاسي فعالانو مخکې ویلي وو، چې دوی د طالبانو او نورو سیاسي ډلو ترمنځ د دوحې مذاکراتو د دوام هڅه کوي، خو وروسته یې په دې برخه کې عملي فعالیت ونه لیدل شو.

د ملي مقاومت په نوم شورا بیا ویلي، چې دوی هم لومړیتوب د سولې خبرو ته ورکوي، خو که طالبانو ورسره له دې لارې د افغانستان د قضیې حل ونه مانه، د جګړې په ګډون پر نورو انتخابونو غور کوي.

طالبان بیا د دوی خلاف وسله والې هڅې او سیاسي مخالفت بې پایلې بولي او له بهر مېشتو سیاسي څېرو غواړي، چې هېواد ته ستانه او د دوی په وینا د بښنې له عمومي فرصته ګټه واخلي.

3 COMMENTS

  1. دمقاومت شورا که دمقاربت شورا دا تش په نوم مقاومت نور خلک نشی غولولی دا یې صرف د پیسو پخاطر لاره جوړه کړی چی بیا له بی عقله اروپایې ټولنی نه غلا وکړی دوی پر غلا او چور بلد شوې تر مرګه به یې هیر نکړی

  2. له همدې دواړو بله تمه هم نشي کیدای. خو شرط به تړو که تر اخره سره پاته شوئ، که مو یو کال سره تیر کړ زه به مو نوکرې کومه هههههه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب