جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپه افغانستان کې ۱۵ پاکستاني انتحاریان نیول شوي

په افغانستان کې ۱۵ پاکستاني انتحاریان نیول شوي

تاند (دوشنبه، د اسد ۲۳ مه) د کورنیو چارو وزارت وايي، په وروستیو دوو کلونو کې یې د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې ۲۵ انتحاریان نیولي چې اکثره یې پاکستانیان دي.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویندوی عبدالمتین قانع وايي، په تیرو نژدې دوو کلونو کې په کابل، کندهار، بلخ، او بدخشان ولایتونو کې لږترلږه ۲۵ انتحاري حمله کوونکي نیول شوي چې د هغو په منځ کې ۱۵ پاکستانیان دي.

ده زیاته کړه، د افغانستان استخباراتي ځواکونو د دغو انتحاریانو د حملو مخه نیولې او هغوی یې ژوندي نیولي دي.

ده له افغانستانه پر تاجکستان او ازبکستان د راکټي بریدونو په اړه وویل«ځینو کړیو غوښتل چې د افغانستان له خاورې په سرحدي کرښو کې له تاجکستان او ازبکستان سره اختلاف رامنځته کړي خو امنیتي ځواکونو یې مخه ونیوله.»

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویندوی زیاته کړه، امنیتي ځواکونه شپه او ورځ هڅه کوي چې په هیواد کې امنیت ټینګ وساتي او څوک پرینږدي چې د افغانستان او د سیمې امنیت ته خنډ پېښ کړي.

2 COMMENTS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب