جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+یو زلمکی ژورې درې ته له لویدو روغ ووت

یو زلمکی ژورې درې ته له لویدو روغ ووت

تاند- د امریکا په ګرند کنن (grand Canyon) کې له یوه لوړ کمره یو زلمکی ۳۰ متره لاندې ولوېد خو ژوندی پاتې شو.

کرنډ کنن په اریزونا ایالت کې دی. د دې ژورې درې اوږدوالی ۴۴۶ کیلومتره، بر یې ۲۹ کیلومتره او ژوروالی یې ۱۸۰۰ متره دی.

ژغورونکو دغه ۱۳ کلن زلمکی، چې وایټ کافمن نومېږي، په ژوره دره کې له دوه ساعته لټونه وروسته وموند.

هغه په هیلي کوپتر کې روغتون ته یووړل شو او له درملنې وروسته کور ته ولیږل شو.

په دې پېښه کې د وایټ کافمن یو لاس او ۹ پوښتۍ ماتې شوي، سږو او د بدن ځینو نورو داخلي غړیوته یې هم زیان اوښتی دی.

ده یوه تلویزیون ته په مرکه کې ویلي چې د یوې پرښې په ژۍ ناست و چې انډول یې له لاسه ورکړ او په شا ولوېد.

دی وايي چې د لوېدو شېبه یې بیخي په یاد نه ده. «نه پوهیږم چې څرنګه او څه وخت ولوېدم. یوازې مې دا په یادیږي چې راویښ شوم او امبولانس مې ولید، بیا مې یوه څرخکه ولیده چې زه یې په منځ کې یم.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب