جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهډیویډ پیټریس: له افغانستانه د ځواکونو ناڅاپه اېستل توجیه کېدای نه شي

ډیویډ پیټریس: له افغانستانه د ځواکونو ناڅاپه اېستل توجیه کېدای نه شي

تاند: ( شنبه، د زمري ۱۴ مه ) په افغانستان کې د امریکا د ځواکونو متقاعد قومندان جنرال ډیویډ پیټریس، چې د خپل هېواد د مرکزي استخباراتو رئیس هم پاتې شوی، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د ناڅاپي وېستو پر پریکړې بیا توندې نیوکې کړي.

هغه په افغانستان کې د جمهوري نظام د سقوط له دوه کلنۍ سره هم مهاله، په یوه مرکه کې وویل چې د افغان نظام د سقوط او طالبانو د بیا واکمنۍ تر ټولو اساسي دلیل له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د ناڅاپي وېستو پریکړه وه.

پیټریس په عین حال کې، پر افغان سیاسي مشرانو نیوکې وکړې، چې د امریکا او نړیوالې ټولنې له پراخو پانګونو سره یې په افغانستان کې ښه حکومت رامنځته نه کړای شو .

نوموړي له طالبانو څخه د پراخ ملاتړ او بیا واک ته رسولو ته یې د زمینه برابرولو له امله پاکستان هم پړ وباله، خو زیاته یې کړه چې دغه هېواد په دې کار کې ګټه نه ده کړې او نن د خپل دغه عمل تر ټولو زیانمن هېواد دی.

دا په داسې حال کې ده، چې امریکایي چارواکي بیا د افغانستان د پرزول شوي نظام مشران او په خاص ډول ولسمشر غني د طالبانو خلاف ترپایه په نه جنګیدو ګرموي.

ولسمشر غني هم امریکا ګرموي، چې طالبانو سره په دوه اړخیزې معاملې او د جمهوري نظام له یوازې پرېښودو سره یې د افغانستان د سقوط زمینه برابره کړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب