پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهداودزی: یو شمېر هېوادونو طالبان په رسمیت پېژندل، خو د طالبانو افراطي...

داودزی: یو شمېر هېوادونو طالبان په رسمیت پېژندل، خو د طالبانو افراطي کړنو ووېرول

تاند: ( شنبه، د زمري ۱۴ مه )  د پرزول شوي جمهوري نظام یو مقام عمر داودزی وایي، چې د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو میاشتو کې یو شمېر سیمه ییزو هېوادونو په ډله ییزه توګه د دوی رژیم نیږدې و، چې په رسمیت وپېژني، خود طالبانو افراطي کړنو ووېرول او له دې کاره لاس په سر شول.

هغه په یوه تلویزوني مرکه کې، د ښځو، بشري او عامه حقونو د نقض په اړه د طالبانو د مشر ملا هبت الله فرمانونو او د نورو چارواکو له لوري یې تطبیق ته اشاره وکړه.

د داودزي په وینا، طالبان خپله نړۍ سره د دوی د تعامل خنډ دي.

نوموړي یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل، چې لومړی په کور دننه افغانانو سره سوله وکړي، د ښځو، عامو خلکو حقونه ومني، اساسي او نور قوانین رامنځته او پرې نه ږدي چې هېواد بیا د خطرناک وضعیت پر لور لاړشي.

د ده په باور، د طالبانو له کړنو او سخت دریځۍ سره د افغانستان راتلونکی ورته تیاره ښکاري او د راتلونکي وضعیت ملامتي هم طالب مشرانو ته راجع کیږي.

طالب مشران بیا امریکا تورنوي، چې د دوی د په رسمیت پېژندلو مخنیوی کوي.

امریکا او د یو شمېر نورو هېوادونو چارواکي بیا طالبان ګرموي، چې له نړیوالو په رسمیت پېژندل او مرستې غواړي، خو هغه نړیوال اصول چې له جمهوري نظام څخه لسیزې وړاندې د افغانستان حکومتونو له نړیوالو سره منلي او لاسلیک کړي، عمل نه ورباندې کوي.

1 COMMENT

  1. دا اوسنی او د تاسو چټلی خائینی صحنی د امریکا او پنجاب ‍‍‍‍پاکستان له خوا دداؤدزۍ چورزۍ او دده غلامی چورکوونکی ډلګی او د غلامو قدیا نیو طالبانو له خوا رامینځ ته شوی دی او دی دوو کثیفو غلامو ډلګیو ته غلامو جنایتکارو کمونیستانو دا خائینه زمینه برابره کړی دی او ددی دوامداره جنایتونو اصلی منبع د قدرت لیونی او نیمه کمونیست داؤد خان مسؤل ګڼل کیږی !!!!
    داؤدزیه چورزیه افغان ملت به د تاسو ملی خائینی غلامی تربیه شوی ډلګۍ له مینځه وړی !!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب