پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهیو شمېر افغانان: د اقتصادي ناورین ترڅنګ د طالبانو ټیکسونو لار ورکي...

یو شمېر افغانان: د اقتصادي ناورین ترڅنګ د طالبانو ټیکسونو لار ورکي کړي یوو

تاند: ( جمعه، د زمري ۱۳ مه )  د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو یو شمېر خلک شکایت لري، چې د اقتصادي ناورین ترڅنګ د طالبانو لخوا د ټیکسونو، عشر او نورو نومونو باندې له دوی ملا ماتونکي پیسې اخېستل تر پوزې رسولي.

د کابل یوه اوسېدونکي شېرنبي تاند ته وویل، د درملو کاروبار یې نه یوازې اقتصادي ناورین خراب کړی؛ بلکې طالبانو تر پخوا نیږدې څلور چنده مالیه ورباندې لوړه کړې.

د هغه په وینا، تر نېمایي زیات کارکوونکي یې له دې امله ځواب کړي، کاروبار یې محدود کړی او که همدا وضعیت وي، ښایي ژر یې یو مخ وتړي او له ناچارۍ د هېواد پرېښودو لپاره لاس په کار شي.

د ننګرهار یو بزګر ګل آغا شینواری وایي د حاصلاتو د خرابيدو او د طالبانو د عشر غوښتو له لاسه یې سږ کال پر څو جریبه ځمکې هېڅ کښت ونه کړ، خو طالبانو له دې امله هم احضار کړی او ورته ویلي، چې که کښت نه هم کوي، باید عشر ورکړي، چې د دوی د عوایدو ټارګېټ پوره شي.

دغه کسان، چې په غوښتنه یې نظرونه په مستعارو نومونو خپاره شوي، وایي طالبان د خپلو عوایدو لوړیدو او واکمنۍ چلولو لپاره ولس تر سخت اقتصادي فشار لاندې نیولی.

د طالبانو چارواکو بیا ټینګار کړی، چې د عوایدو له لوړولو سره هېواد کې د اقتصادي ځان بسیاینې هڅې کوي.

هغه، خبره چې خلک یې سخت قهرولي او عامو خلکو ته یې ملا ماتونکې بولي.

7 COMMENTS

  1. هغه ملت به همیشه ذلیل وی چی خلک یی تکس نه ورکوی او مفت خیراتی خدمتو ته منتظر وی.
    سکیندینوایی خلک تر ۵۰ ٪ تکس ورکوی او همدا سبب ده چی ددنیا ترټولو هوسا او خوشاله خلک دی.
    هغه افغانان چی وایی تکس پورته ده او دهغه حساب نه ورکوی هغوی ګومان کوم افغانستان ته متعهد ندی. بیا هغه چی بیکیفینه او دوهم قلم دواوی خرڅوی. دواخانی دمافیا په لاس کی دی او هغوی طبعا دروع هم وایی. زما په نظر داسی خلک دی ولاړ سی جی ځای متعهد او مخلص خلک ونیسی. هغوی چی سوسیال غواړی نو سوسیال ورکونکو دولتو ته دی لاړ سی.
    رما په معاش سږ کال ۲۵ ٪ تکس راغی په تجارت خو باید زیات وی. ایا طالبان همدومره تکس غواړي؟ تاند باید دا ویلی وای.
    هغه کس چی ځمکه نه کری هغه باید له ځمکی محروم سی. دا یو انګریزی قانون وایی. هغه چی عشر نه ورکوی نو هغه به څنګه مسلمان وی. خدای دی هدایت ورته وکړی جی دخدای په لیاره سم ولاړ سی. داسی کسان مالومیږی چی له اسلام سره مشکل لری. عشر دخدای فریضه دی چی مسکینت کموی. همداسی احتماعی فریضه چی څوک نه ادا کوی دهغه خبری واهیات دی. خصوصا چی بیا وایی چی عشر په ناکرلی ځمکی غوښتل کیږی. لس فیصده تکس او زکات ډیر بولی. تاندوالو داسی خبری ته پام نسته او که باندی ته پوهیږی، ژرنالیزم پښتنو خراب کړی.

    • درسته ده عشر باید ورکول البته یوه قانونی حکومت چی عشر باید بیت المال ته تسلیم شی نه چی د ملا صیب مدرسی ته راسآ ولاړ شی. بله خبره. څوک چی د ځمکی مالیه حکومت ته ورکوی بیا نو عشر یعنی څه؟ یا د عشر وی یا دی مالیه وی ـ

    • هر څه چې لیکئ فکر ورته کوئ چې څه لیکئ. په سکندنوي او نورو اروپایي هېوادونو کې خلک ټکس ورکوي لاکن حکومت خلکو ته کاري فرصتونه رامنځته کړي، تنخاګانې اخلي او د هغو تنخاګانو له جملې څخه ټکس هم ورکوي. حکومت خلکو ته د صحي بیمې او د اجتماعي بیمې خدمتونه وړاندې کوي. که یوه میاشت هم څوک کار له لاسه ورکړي، حکومت بېرته ورته تنخا ورکوي. په افغانستان کې خو تالب خرکون ایله د مالیاتو او ټکسونه اورېدلي، لاکن په مقابل کې له هغه تش لاس ملت څخه چې د خپلې ډوډۍ پیدا کولو ته حیران دي ظالمانه ټکسونه ټولوي.

  2. ستا —پدې کمینټ، د طالبانو حکومت کوم خدمات وړاندې کړي که یې مثال لږ ورکړې د خره زویه، شفاخانې دې د خارجي موسساتو په کومکونو چلیږي، د کار زمینه نشته، خلک په یو او بل نوم ځورول کیږي، مکتبونه نشته، نورې څه کاري او اقتصادي برنامې نشته نور څه خدمات نشته او ستا د مور خور او ښځې میړونه طالبان باید مالیه واخلي عشر واخلي د احمق اولاده

  3. ثابت صاحب وائی چی د معاش ۲۵% ئی په مالیه کی وضع سویده خو د هغه ځای سیسټم داسی دی چی مالیه ورکوونکی ته تر مالئی وروسته معاش په کافی اندازه پاتیږی خو په افغانستان کی نن ورځ د مالئي یا ټِکس یا زکاة سیسټم علمی نه دی یعنی فقط د یو تجار عایدات په عاجله توګه سنجول کیږی نور نو د تجار ډول ډول مصارف او خالصه ګټه نه سنجول کیږی چی دا کار طبعاً د تجار پر معامله بده او منفی اغیزه لری او بازار د ستونزو سره مخامخ کوی یا مثلاً یاد سوی بزګر ځکه مځکه نه کری چی طالب مستقیماً د هغی مځکی د محصولاتو ارزښت په نظر کی نیسی او عشر تری اخلی حال دا چی بزرګر بیچاره تخم او کود او د برمی د ماشین تیل رانیسی، لګښت + مالیه + عشر = بزګر ته هیڅ نه پاتیږی او اِجاره دار هم جرئت نلری چی دا مځکه په اجاره واخلی ځکه هغه ته هم ګټه نلری.

  4. د پنجابی پاکستان غلامه ثابتګیه تاسی د دوښمن پنجابی پاکستان او د امریکا په پوره ملاتړ د افغان ملت تباهی ته تربیه شوی یاستۍ او تاسی ملت دوښمنانو ته دا د ملی خیانت صحنه د هغه وخت غلامو کمونیستانو برابره کړیدی او تاسو ملی خائینو د قدیانی اسلام شعارونو لاندی افغان ملت غلام کړۍ دی تاسی د قاتلو کمونیستانو ، قاتلو تنظیمونو او چورکوونکیو غلو څخه هم بده تره یاستۍ او پلان درکړ شوۍ چی افغان ملت بیکاره ، بی سواده د پنجابی پاکستان قدیانی اسلام تر شعار لاندی غلام وساتۍ افغان ملت به د تاسو غلامو شکنجو له کبله مجبور شی چی راویښ شی اود تاسو پر ضد اصلی جهاد شروع کړی او د تاسو پر ضد جهاد فرض او حتمی دی !!!!!!

  5. ډیرو قدرمنو مشرانو السلام علیکم. د یوه بی تجربی ځوان په توګه ویلی سم چی طالب د پشتون دشمن دی. دا شل کاله یی بشتانه قتل کړل،مکتبونه یی وروسیزل، شفاخانی ورانی ،سړکونه او پلونه یی والوزول او سپینږیری مشارن یی قتل عام کړل. اوس د جسمانی قتلونو ترڅنګ نور تهمت ورباندی کوی. تاسی وګوری ثابت د انګریز بچی پور ته لیکلی چی (ژورنالیزم پښتنو خراب کړ).
    زه ورته وایم احمقه د دری ګزارشونه ولوله د بی بی سی او افغانستان انترنشل دری او انګلیسی ګزارشونه ولوله هغوی هم همدا حقایق او ورسره دطالب د جهالت او ظلم اوزرګونه نور ګزارشونه په دری او نورو ژبو نشروی، هغه منی او دا یو چی په پشتو نشر شو بیا وایی چی ژورنالیزم پښتنو خراب کړ. دلته ستا مقصد دادی چی پښتانه خواران ساده او صادق خلک دی غواړی د دوی دغاړی زنځیر تل لاس کی ولری او تعقل اوپه حقایقو پوهیدو څخه یی منع کړی او روحاً یی وځپې، خو په نورو ژبو چی دطالب فجایع نشریزیږی دهغو دفاع نشی کولای .
    وطنوالو د انګریز او پاکستانی پښتون ضد تالی څټو څیری وپيژنئ !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب