یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeکلتورخاطرهپه څلورو کې، يو/ نصير احمد احمدي

په څلورو کې، يو/ نصير احمد احمدي

زوی مې د ګيډې له درده ټوپونه وهل. په ژړا کی يې وويل:

نه غواړم چې ډاکتر شم.

زه غلی وم. ميرمن مې د زوی تر څنګ ناسته وه. په سترګو کې يې اوښکې رغړېدلې.

زوی مې يوه شېبه لټ په لټه واوښت، وروسته ارام پرېووت.

ستړی وم. دوې شپې مې سترګې نه وې سره وروستې. اوږد وغزېدم.  کله چې مې سترګې رڼې کړې. لمر را ختلی و.

مخ ته مې څو لپې اوبه ور واچولې. بلې کوټې ته لاړم. زوی مې دسترخوان ته ناست و.

د هغه تر څنګ مې پلتی ووهلې. ورو مې وويل:

پرويزه! څنګه يې؟

هلک د ګيډې له درده کوم شکايت نه درلوده.

خدای ته مې شکر ويست، پياله مې راډکه کړه.

پرويز وويل:

دوو ډاکټرانو غلطه دوا راکړې وه، نه؟

ما د (هو) په نښه سر ورته وخوځاوه.

ماشومان مې د يوې هفتې په مخه غزني ته تللي ول. تيره جمعه راغلل. پرويز زهير ښکارېده، ويل يې چې په ګيډه يې درد دي. ستونزه مې دومره جدي و نه ګڼله، فکر مې وکړ چې ماشوم دی. د زردالو کومه غوره به يې خوړلې وې، ښه به شي، خو هلک ورور ورور نا ارامه کېده. مازديګر ته يې وضعه خرابه شوه. بله چاره نه وه، کور ته نږدې مې د ماشومانو د داخله ناروغيو يوه ډاکټر ته ور ووست. هغه يواځې يو پاکټ ګولۍ راته ونيولې.

پرويز تر ماخستنه ښه و. خو د شپې يې نا ارامي زياته شوه. بس، د نامه برخه يې ټينګه نيولې وه. لټ په لټه اوښت.

سهار وختې مې د ماشومانو يوې مشهورې دولتي شفاخانې ته ور وست. تر ډيره ډاکټر نه پيدا کيده، کله چې راغی، هلک يې سرسري وکوت. ما د بل ډاکټر له خوا ورکړل شوې ګولۍ ور وښودې، د سړي تندی تريو شو، د ګوليو پاکټ يې په کثافت دانۍ کې واچاوه. له معايناتو پرته يې نسخه وليکله.

ما به نو څه ويل؟ ډاکټر و، پوهېده.

پرويز مو کور ته راوست، دوا مو ورکړه، ښه نه شو. ټوله شپه يې په ويښه راباندې تيره کړه، د ګيډې له درده يې ټوپونه وهل.

سهار مې کابل پوهنتون ته نږدې يوې شخصي شفاخانې ته ور ووست. پاک او ښکلی دهليز يې درلود. هر څه منظم ښکارېدل.

يوې خونې ته ور ننوتو، ډاکټر ته مې ټوله کيسه تيره کړه، دواړه نخسې مې ور وښودې. هغه د پرويز په ګيډه ګوتې تيرې کړې. ورو يې وويل:

د هلک کولمې بندې دي. بايد عمليات شي.

خواشينی څنګ ته ودرېدم.

په زړه کې مې پوښتنه راو ولاړه شوه: له معايناتو پرته، له کومه ورمالومه شوه چې د هلک کولمې بندي دي؟ خو بيا مې فکر وکړ چې ډاکټر دی، زده کړه يې کړې، مصرف پرې شوی، پوهيږي به.

ډاکتر څو کاغذونه راته وينول، را ياده يې کړه چې تر عمليات مخکې بايد ځينې معاينات تر سره شي. دا يې هم وويل چې عمليات ډيرې پيسې غواړي، که دې له وسه تيره وي، نو دولتي شفاخانې ته لاړ شه.

دولتی شفاخانې ته تللی وم، ښه خاطره مې نه ترې لرله، خو له عملياته هم ويرېدم، ما فکر نه کاوه چې موضوع به دومره جدي وي.

چاره نه وه، هلک مې د معايناتو له پاره بلې خونې ته بوت، خو مخکې تر معايناتو مې د يوه همکار تليفون راغی، ده دفتر ته د نه دراتلو علت وپوښت، کيسه مې ورته تيره کړه، همکار مې د يوې بلې شخصي شفاخانې ادرس راکړ، را ياده يې کړه چې هلته يې يو ډاکټر شناخته دی، يو ځل هغه ته ورشی.

د هغه خبره مې خوښه شوه. په يوې ټکسي کې کېناستو،  له نيم ساعت مزل وروسته شفاخانې ته ورسيدو.

نيغ د ماشومانو د داخله ناروغيو ډاکټر ته ورغلو. هلک يې معاينه کړ، ډاکټر راياده کړه چې د تشخيص له پاره تلويزيوني او لابراتواري مايناتو ته ضرورت دی.

معاينات په نيم ساعت کې تر سره شول، نه کولمې بندې وې او نه هم عملياتو ته ضرورت پيدا شو، نتيجه ساده اميب و.

پرويز مو کور ته راووست. دوه وخته يې يواځې يو رنګه ګولی وخوړې، ټک پتری شو. په سهار يې مکتب ته د تلو تياری نيوه. خو د تګ په وخت يې بيا راياده کړه: نه غواړي چې ډاکتر شي.

دی په اول صنف کې دی، له ډاکتري سره يې جوړه وه، تل به يې راته ويل چې غواړي ډاکتر شي. خو اوس پښيمانه و،  له ډاکټرانو يې ښه خوله نه وهله. په ده باندې دريو ډاکټرانو ملنډې ووهلې، دوا به يې د ګيډې دردونه ور ډير کړل، خو څلورم يو په دې بريالی شو چې د ده په کولمو کې اميب تشخيص کړي.

ماته هم پوښتنې پيدا شوې. ايا د طب له پوهنځې څخه هر فارغ ته ډاکټر ويلی شو؟. دوی ته په پوهنتون کې څه ور ښودل کيږي چې د يوې ساده ناروغۍ له تشخيص څخه عاجزه دی؟  ايا د طب او طبايت په نوم د خلکو له ژوند سره لوبې نه کيږي؟ مربوطه ادارې ولې په دې اړه پلټنه نه کوي؟

زه نه وايم چې ټول ډاکټران په خپل مسلک کې ستونزې لري، خو څه چې ما وليدل، په څلورو کې، يو، په دې بريالی شو چې يوه ساده ناروغۍ تشخيص او زما د زوی ګيډه له څيرې کېدو څخه وژغوري. د فيصدی په اړه يې په خپله فکر وکړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب