Homeخبرونهد بشري حقونو شورا د افغان ښځو پر وضعیت غونډه دایروي

د بشري حقونو شورا د افغان ښځو پر وضعیت غونډه دایروي

تاند (دوشنبه، د جوزا ۱۹ مه) ټاکل شوې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا نن (دوشنبه) د سویس په جینوا کې د افغانستان پر بشري وضعیت، په تېره بیا د ښځو او نجونو د حقونو په باب خبرې وکړي.

 د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر ریچارډ بنیټ تېره دوشنبه ویلي و چې په دې غونډه کې د ګډون ترڅنګ د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه خپل راپور وړاندې کوي.

د بخښنې نړیوال سازمان هم په یوه اعلامیه کې ویلي چې ریچارډ بنيټ او د حقوقپوهانو د نړیوال کمیسیون د حقوقي تګلارې د برخې مسوول یان سایدرمن به د افغانستان د بشري وضعیت په ځانګړي ډول د ښځو د وضعیت په اړه ویناوې وکړي. 

په دغه راپور کې چې یوه برخه یې د پنجشنبې په ورځ خپور شو، ویل شوي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو په وړاندې د سیستماتیک یا منظم تبعیض تر ټولو ښکاره بېلګه د طالبانو له‌ خوا د فرمانونو، پرېکړو او دستورالعملونو صادرول دي چې د ۲۰۲۱ کال له سپټمبر څخه د ۲۰۲۳ کال تر مې میاشتې پورې یې شمېر څه باندې پنځوسو ته رسېږي.

طالبانو په دغو فرمانونو کې حمامونو، تفریحي ځایونو، پارکونو او لوبغالو ته د ښځو تګ منع کړی، همداراز یې له محرم پرته دهغوی پر سفر بندیز لګولی دی.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د نجونو پر زده کړو هم له شپږم ټولګي پورته بندیز لګولی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...