شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهپاکستان د خپلو سلګونه کډوالو په مړینې ماتم اعلان کړ

پاکستان د خپلو سلګونه کډوالو په مړینې ماتم اعلان کړ

تاند:( دو شنبه ، د جوزا ۲۹ مه )  پاکستاني چارواکو یونان ته څېرنه اوبو کې د کډوالو په یوه بېړه کې د ډوبیدو له امله ماتم اعلان کړی.

ویل کیږي، په دغه بېړۍ کې تر درې سوو پورې پاکستانیان مړه شوي.

د راپورونو له مخې، په یاده بېړۍ کې د پاکستان ترڅنګ د شام او مصر ګڼ کډوال شامل وو.

دا کډوال د اقتصادي ستونزو له امله په ناقانونه ډول اروپا ته تلل، چې بېړۍ یې غرقه او مړه شوي.

یوناني چارواکو ویلي، چې په دغه پېښه کې تر سلو زیات کسان ژغورل شوي او د لسګونه نورو جسدونه موندل شوي.

د ګڼو نورو کسانو د جسدونو د موندلو لپاره ویل شوي، چې هیله مندي نه ده موجوده.

د پاکستان د صدراعظم دفتر ویلي، چې د ناقانونه کډوالۍ د زمینه برابرونکو خلاف به جدي اقدامات وکړي.

  پاکستان په وروستیو کلونو کې سخت اقتصادي ناورین سره مخ دی، چې له امله یې سلګونه زره پاکستانیان هېواد پریښودو ته اړ شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب