Homeخبرونهپنجشېر والي مولوي کبیر ته؛ هیڅ امنیتي پېښه نشته، ډېر ځوانان مو...

پنجشېر والي مولوي کبیر ته؛ هیڅ امنیتي پېښه نشته، ډېر ځوانان مو پوځ جذب کې شوي

تاند:( دو شنبه ، د جوزا ۲۹ مه )   د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال او کفيل مولوي عبدالکبیر د پنجشیر لپاره د خپل رژیم له  والي حافظ محمد آغا حکیم سره لیدلي.

د مولوي کبیر دفتر وایي، د پنجشېر والي په دغه کتنه کې وویل، له اوږدې مودې راهیسې په پنجشېر کې هیڅ امنیتي پېښه نه ده رامنځته شوې او امنیتي ادارو دا لاسته راوړنه د ولسونو په همکارۍ خپله کړې ده.

نوموړي زیاته کړه، د پنجشېر د خلکو له غوښتنې وروسته او د ځايي ادارو په همکارۍ ګڼ شمېر کسانو ته د کار زمینه برابره شوې او همدارنګه په دې وروستیو کې ډېر شمېر ځوانان د طالبانو د پوځ په لیکو کې جذب شوي دي.

د نوموړي په خبره، خلک د پنجشیر له مرکز څخه ولسوالیو ته د غځېدلو سړکونو د رغولو، د استنادي دیوالونو او د برېښنا په برخه کې د پروژو د پیل غوښتنې لري.

د پنجشېر طالب والي، د دغه ولایت په ټولو سیمو کې له خلکو سره د خپلو سرتېرو د ښه چلند په هکله د ریاست الوزرا کفيل ته ډاډ ورکړ.

په ورته وخت کې د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال او کفيل ویلي، چې د پنجشېر د خلکو غوښتنو او رغنیزو پروژو ته لومړیتوب ورکوي.

نوموړي زیاته کړه، چې په پنجشېر کې د برېښنا د ستونزو د هوارولو او سړکونو د بیارغونې په موخه به اړوندو ادارو ته لازمې سپارښتنې وکړي.

هغه د پنجشېر والي ته وویل چې په یاد ولایت کې دې د خلکو د خدمت لپاره پر سیمه ییزو ادارو څار ډېر او د هغوی تر منځ همغږي رامنځته کړي.

د طالبانو د ریاست الوزرا کفيل زیاته کړه، چې د پنجشېر د دیني عالمانو، د نظر خاوندانو، مخورو او قومي مشرانو د سلا مشورو د اورېدو لپاره له هغوی سره مخامخ ناستې په پام کې لري.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده مخکې د بښنې نړیوال سازمان په یوه راپور کې طالبان په پنجشېر کې د خلکو په پراخو ځورونو تورن کړل، خو طالبانو دغه راپور بې بنسټه وباله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د الرسالې پر دوهمه ګڼه | ذبیح الله شفق

" په کوم زړه کې چې د بنده‌گانو مینه نه وي، هغه زړه د خدای له میني هم خالي وي. " د " الرسالې "...