شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهملاحنفي: افغان ځوانان د نړیوالو اقتصادي بندیزونو له لاسه هېواد نه وځي

ملاحنفي: افغان ځوانان د نړیوالو اقتصادي بندیزونو له لاسه هېواد نه وځي

تاند:( چار شنبه ، د جوزا ۳ مه )  د طالبانو د رئیس الوزرا اداري مرستیال “ملا عبدالسلام حنفي” وایي پر افغانستان د نړیوالو بندیزونو د خلکو پر ژوند منفي اغېز کړی او د افغان ځوانانو د کډوالۍ د زیاتوالي لامل شوی دی.

نوموړي د نړيوالې ټولنې پر کړنو نيوکه وکړه او ويې ويل چې هېوادونو او نړيوالو موسسو له افغان کروندګرو سره د بديل نشه يي توکو د کرکيلې په برخه کې د پام وړ مرسته نه ده کړې.

حنفي ټینګار وکړ چې افغانستان له ټولو ګاونډیو، سیمه ییزو او بهرنۍ سیمې هېوادونو سره د متقابل احترام او تعامل پر بنسټ د مثبتو اړیکو غوښتونکی دی.

د طالبانو دغه لوړپوړي مقام د افغانستان په حالاتو کې له ښکېلو هېوادونو وغوښتل چې د اقتصادي مهاجرت او بېلابېلو هېوادونو ته د افغان ځوانانو د ورتګ د مخنيوي په موخه د پراختيايي پروژو د پلي کېدو مخه ونيسي.

د طالبانو منتقدین بیا د دوی رژيم ملامتوي، چې په افراطي کړنو یې د خلکو ژوند تریخ کړی او محدود کړی.

د دوی په باور، د نجونو پر زده کړو، د ښځو پر کار د طالبانو بندیزونه، د خلکو د ورځيني ژوند، ازادیو او حقونو محدودول، د واک بشپړ انحصار او نور لاملونه له هېواده د ډېرو خلکو، په خاص ډول د کادرونو د وتو سبب کیږي.

2 COMMENTS

  1. حنفي صاحب،
    ايله چې تاسې منښته وکړه، خو تاسې چې د امر بالمعروف او د لوړو زده کړو وزارتونو د چارواکيو په څېر څېرې (خلک) له ځآن سره ولرئ، نو ژر دی چې ستاسې ټغر به هم درټول شي. تاسې خو د آی ايس آی او امريکا په مرسته جمهوريت په ۱۱ ورځو کې ونړولو، خو خپل انجام به مو څه وي؟
    بيا به څوک د ملا او د طالب نوم هم په خوله وانخلي.

  2. افراطیت ، تعصب ، پر افغانانو او هېوادوالو ظلم ، ملي ارزښتونو ته نه درناوی ، بې قانوني ، نړیوالو نورمونو او قوانینو نه سرغړونه ، د بشري حقوقو نقض ، پر دولت او حکومت د جاهلو او بېسواده کسانو انحصار ، خود کش ، بېګانه پروري – هغه عوامل دي چې د طالبي انحصاري او دیکتاتوري دوهمه دوره به ژر ختمه کړي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب