پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Homeخبرونهطالبان به ژر د ناحکومتي موسسو ښځینه کارکوونکو ته د کار اجازه...

طالبان به ژر د ناحکومتي موسسو ښځینه کارکوونکو ته د کار اجازه ورکړي

تاند (چهارشنیې، د جوزا ۳مه) د یوې لویې نړیوالې مرستندویې موسسې مشر وايي چې د طالبانو مهمو مشرانو ورته ویلي چې دوی د هغه لارښوود نهايي کولو ته نژدې شوي چې پر اساس یې ښځو ته اجازه ورکول کېږي چې په ناحکومتي موسسو کې بیا کار پیل کړي.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د ناروې د کډوالو شورا سرمنشي یان ایګلنډ د سې شنبې په ورځ د دې خبرې د کولو په ترڅ کې وویل چې طالب مشرانو دا ورته نه دي ویلي چې دقیقاً کله به ښځو ته اجازه ورکول کېږي چې په ناحکومتي موسسو کې کار پیل کړي.

ښاغلی ایګلنډ په پنځو میاشتو کې د دوهم ځل په مخه افغانستان ته تللی چې طالب چارواکي وهڅوي چې په ناحکومتي موسسو کې ښځو ته د کار اجازه ورکړي.

ده په کندهار کې د دغه ولایت له مرستیال والي مولوي هدایت الله مبارک سره وکتل چې ویل کېږي نوموړی د طالبانو له مشر ملا هبت الله اخوندزاده سره مستقیم تماس لري.

د اسوشیتید پریس اژانس له مخې، د ناروې د کډوالو شورا سرمنشي د کندهار د اقتصاد له رييس مولوي عبدالسلام بریالي سره هم کتلي دي.

اژانس ته د ناروې د کډوالو شورا ريیس ویلي، د کندهار ريیسان ځانګړی مقام لري ځکه چې د طالبانو امیر هبت الله اخوندزاده په دغه ولایت کې اوسي.

ده همداراز ویلي، «هره موافقه چې په کندهار کې وشي په ټول افغانستان اغېز لرلی شي. د دوی لارښود نهايي کېدو ته نژدې شوی دی او ژر به تطبیق شي، دا هغه خبره ده چې په کندهار کې چارواکو راته کړې ده.»

ایګلنډ وايي چې له طالب چارواکو یې وغوښتل چې کره نېټه وروښيي خو هغوی کومه نېټه ورونه ښوولی شوای.

طالبانو د کندهار د طب ښځینه استادانو او محصلانو ته د زده کړو اجازه ورکړه – تاند (taand.net)

1 COMMENT

  1. هیبت سوډر چیرې ده خبیثه مبارکه ؟ټول کارونه د ای ایس ائ له خوا په کندهار کې رهبري کیږي. تف لعنت په تاسي موزیانو سرکوزیو 😡

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب