جمعه, مارچ 29, 2024
Homeخبرونهد قزاقستان ولسمشر د افغانستان وضعیت سیمې ته ګواښ وباله

د قزاقستان ولسمشر د افغانستان وضعیت سیمې ته ګواښ وباله

تاند:( یکشنبه ، د غویي ۳۱ مه  )   د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایف د چین او منځنۍ اسیا د مشرانو په غونډه کې ادعا وکړه، چې افغانستان لا هم د سیمې امنیت او ثبات ته ګواښ دی.

هغه همداراز ټینګار وکړ، چې د افغانستان خلکو ته د مرستو رسول باید د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې ترسره شي.

د چين، قزاقستان، قرغزستان، ترکمنستان، ازبکستان او تاجکستان هېوادونو مشرانو په دې غونډه کې ګډون وکړ او د همکارۍ د پراختيا په اړه يې د نظرونو تبادله وکړه.

  د قزاقستان ولسمشر په دې غونډه کې د افغانستان حالاتو ته په اشارې سره وويل دغه هيواد خطرناک شرايط لري او په کار ده چې په افغانستان کې دبشري ناورين دمخنيوي لپاره دنړيوالې ټولنې هلې ځلې دوام ومومي .

توکايف وويل، قزاقستان د منځنۍ اسيا په اړه د چين د سوله ييز بهرني سياست ملاتړ کوي او چمتو دی چې د سيمه ييز ثبات او نړيوال امنيت په موخه له بېجينګ سره همکاري وکړي.

 طالبانو په مشخص ډول د قزاقستان د ولسمشر څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې یې د افغانستان له خاورې نورو هېوادونو ته ګواښ پېښیدل بې بنسټه ګڼلي دي.

1 COMMENT

  1. که له کاسې لاندې ، نیم کاسه نه وي ، افغانستان او قزاقستان له یوبل سره ګډه پوله نه لري . بنا د هغوی تشویش بې ځایه دی . د ډار او تشویش پرځای ټالبان تشویق کړئ چې بشري حقوق مراعات کړي ، نړیوالو اصولو ته خپله پابندي اعلان کړي او د افغانستان له خلکو سره خپلو دوستانه اړیکو ته دوام ورکړي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب