جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهاروپایي ټولنې حنا رباني سره پر افغانستان خبرې کړي

اروپایي ټولنې حنا رباني سره پر افغانستان خبرې کړي

تاند:( دوشنبه ، د غویي ۲۵ )  د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مسوول “جوزف بوریل” او په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیرې “حنا رباني کهر” د افغانستان د روان وضعیت په اړه خبرې کړي.

بوریل د دې ناستې د ویډیو په خپرولو سره زیاته کړې، چې د اروپايي ټولنې د هند- پاسیفیک غونډې په څنډه کې یې حنا رباني سره د افغانستان پر حالاتو خبرې کړې دي.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مسوول لیکلي چې له حنا رباني کهر سره یې د نظرونو ښه تبادله لرله.

حنا رباني د دې غونډې په اړه څه نه دي ویلي.

تر دې مخکې حنا رباني کهر د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوتریش سره په لیدنه کې د طالبانو حاکم رژیم سره د خبرو اترو د “باور وړ بهیر” د رامنځته کولو لپاره له نړیوالې ټولنې سره د همکارۍ لپاره د خپل هېواد پر چمتووالي ټینګار کړی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب