تاند:( دوشنبه ، د غویي ۲۵ ) په هندوستان کې د جمهوري نظام پاتې شوی سفیر فرید ماموند زی وایي، چې دغه سفارت د ده تر کنټرول لاندې دی او طالب رژیم ته نه دی سپارل شوی.
نوموړي په یوه تازه مرکه کې د طالبانو رژیم سره هر ډول تړاو رد کړ او ویې ویل، چې هند کې افغان سفارت خپلو خلکو ته کار کوي.
پرون ځینو رسنیو خبر ورکړی و، چې طالبانو د یاد شوي سفارت یو کارکوونکی قادرشاه له خپله اړخه د سفارت سرپرست ټاکلی او د هندوستان حکومت ورسره منلې ده.
د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلویزون بیا په یوه راپور کې پر دغه سفارت تور پورې کړی، چې مالي فسادونه یې کړي.
فرید ماموندزي دا ادعاوې رد کړي او ویلي، چې د طالبانو له لوري د سفارت د سرپرست په توګه معرفي شوي دیپلومات قادر شاه ته په سفارت کې د مخکینۍدندې د دوام اجازه هم نه ده ورکړل شوې.
د هندوستان حکومت په دې اړه رامنځته شوی جنجال د افغانستان کورنۍ مسئله ګڼلې ده.