دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهحقاني: ملا عمر د طالبانو تحریک د یوې مدرسې د واکمنولو لپاره...

حقاني: ملا عمر د طالبانو تحریک د یوې مدرسې د واکمنولو لپاره نه و رامنځته کړی

تاند:( پنجشنبه ، د غویي ۲۱ )  د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني نن یو ځل بیا په کنایوي ډول د دوی له لوري د واک پر انحصار نیوکې وکړې.

حقاني د طالبانو د موسس ملا عمر د مړینې په یاد غونډه کې نن وویل، چې ملا عمر د طالبانو تحریک د یوې مدرسې د واک ته رسولو لپاره نه و رامنځته کړی.

د ده په وینا، که ملاعمر نن ژوندی وای، د افغانستان نظام به د ټولو فکرونو او نظریاتو له څښتنانو جوړ و.

سراج الدین حقاني په خپله وینا کې په مشخص ډول ونه ویل، چې له اوسني وضعیته خوښ که ناخوښ دی، خو له طالبانو یې وغوښتل چې د خپل موسس ارمانونه په نظر کې ولري.

حقاني مخکې له خلکو څخه پر مخ پټونکي طالب مشر ملا هبت الله د افراطي پریکړو له امله ضمني نیوکې کولې، خو اوس د نجونو د ښوونځیو او نورو افراطي پریکړو په اړه یې ښکاره انتقاد نه کوي.

1 COMMENT

  1. يو خبرې دي او بل عمل دی.
    دا تاسې اوس څه روان کړي دي؟
    کاشکې چې د مدرسې په حيثيت مو ورسره سلوک کړی وی.
    له تاسې خو اوس هغه د مدرسې ….

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب