چهارشنبه, مې 8, 2024
Homeخبرونهد پاکستان سترې محکمې د عمران خان د خوشې کیدو امر کړی

د پاکستان سترې محکمې د عمران خان د خوشې کیدو امر کړی

تاند:( پنجشنبه ، د غویي ۲۱ )   د پاکستان د سترې محکمې مشر عطا بندیال له بنده د مخکیني صدراعظم عمران خان د خوشې کولو امر کړی.

نوموړي دغه راز ویلي، چې د خان نیول کیدل غیر قانوني وو او دا نیونه به څېړل کیږي.

عمران خان تورن دی، چې د مالي فساد په یوه لویه قضیه کې یې پیسې اخیستي او د مفسدینو هم لاسی و.

هغه بیا دا تورونه رد کړي او د ځان خلاف سیاسي دسیسه ګڼلې ده.

د پخواني صدراعظم نیول کیدو په پاکستان کې پراخه ګډوډي رامنځته کړې ده.

د عمران خان پلویانو له څو ورځو راهیسې د پاکستان په بېلابېلو برخو کې له تاوتریخوالي ډک لاریونونه او د پوځ په ګډون د مختلفو دولتي بنسټونو پر ودانیو بریدونه کړي.

په بریدونو او اخ و ډب کې د یو شمېر کسانو د مرګ ژوبلې ترڅنګ ځینې ودانۍ زیانمنې شوي او د عمران خان تر دوه زرو زیات پلویان بندیان شوي.

نړیوالو له پاکستاني لوریو غوښتي، چې په خبرو رامنځته شوی کړکېچ حل کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب