شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهطالب وزیر: طبي پرسونل ته ایران کې د تخصص زمینه برابروو

طالب وزیر: طبي پرسونل ته ایران کې د تخصص زمینه برابروو

تاند:( پنجشنبه ، د غویي ۲۱ )   د طالبانو د عامې روغتیا وزیر قلندر عباد ایران ته د سفر پر مهال په دغه هېواد کې افغان طبي پرسونل ته د تخصص د زمینې برابرولو خبر ورکړی.

نوموړي ویلي، چې په دې اړه ایراني چارواکو سره هوکړې ته رسیدلی او تمه ده، چې د نرسنګ، طبي انجینرۍ او درملتون په برخه کې به دغه پرسونل ته په ایران کې د تخصص زمینه برابره شي.

 طالب وزیر له ایراني رسنیو سره د خبرو پر مهال پر لویدیزو هېوادونو نیوکه کړې، چې په افغانستان کې د ۲۰ کلن موجودیت پر مهال یې روغتیایي سکتور پر پښو نه دی درولی او په وینا یې لا هم افغان ناروغان بهرنیو هېوادونو ته د درملنې لپاره ځي.

د طالبانو یو شمېر منتقدین بیا وایي، چې دوی پر نورو په ملامتۍ اچولو کې فعال دي، خو ځانته نه ګوري چې له تېرو دوه کلونو راهیسې یې افغانستان په نړیواله کچه منزوي کړی او ډېرو هېوادونو افغان محصلانو ته د تحصیلي بورسیو ورکول درولي.

4 COMMENTS

  1. ډېره په زړه پورې ، په حقایقو ولاړه منطقي لیکنه ده . ایکاش مونږ اوس یو مشروع دولت درلودای چې له دې تاریخي فرصت نه مو ښه ګټه پورته کړې وای. بیاهم ټولو پښتنو او افغانانو ته یوالي او سیاسي پوهې درلودل غواړو.

  2. په پښنې سره زما تبصره د ښاغلي شاه محمود میاخېل د «د پاکستان اوسنې وضعیت ته لنډه کتنه » په هکله ده .

  3. ټول په چټلو باطلو عقیدو او یوو جاهل ایدیالیزم کې بند یاست ! اوس دا دحمارې زامن بیا اولس غلطوي !!! ولې یې ایران ته لیږې ؟؟؟ او دخرې زویه ! ولې د خپل طبي پونځی او نور دنعلیم او پوهې لارې تړلې دي ! رزیله ته په ټوک لوی شوی یې اوس په چوکۍ کشیناستې خوشې اولس غلوې او غول خورې !!

  4. پخوا په افغانستان کې کوم شیعه مذهبه خلک چې اوسیدل له صیغه یا لنډې نکاح سره یې حساسیت درلود او ګناه او زنا په سترګه یې ورته کتل. د جمهوریت په وخت کې په ټولو چارو کې ازاد بازار وده وکړه او هغه پروني زنا یا صیغه د ایران په ملاتړ عامه خبره شوه. هیبتې او حقاني ځناور هم غواړي د ډیرو ښځو سره له نیږدوالي خوند واخلي ، نو اوس غواړي خپلو ملاتړو ته د صیغه په رشته کې د ښووني او روزني زمینه برابره کړي.
    شین خر ندیم د سپیو او چرګانو جنګولو کې خپلو ځناورو ته د ماستري او دوکتورا زمینه اماده کړي. قضاوت په تاسو چې هیواد کومي خوا ته روان دي؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب