جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهکندهار کې سیمه ییزې مېلې او ورزشي سیالۍ زیاتې شوي

کندهار کې سیمه ییزې مېلې او ورزشي سیالۍ زیاتې شوي

تاند:( جمعه ، د غویي ۸ )  له کندهار څخه خپریدونکي عکسونه څرګندوي، چې په دغه ولایت کې د طالبانو له بیا واکمنیدو سره سیمه ییزې مېلې او ورزشي سیالۍ زیاتې شوي دي.

د کندهار لپاره د طالبانو د رژیم ولایتي ادارې ویلي، چې د دغه ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د شالمار مېله، چې معمولاً د توتانو له پخیدو سره پيلیږي، د زرګونه تنو په ګډون پيل شوې ده.

سرچینه زیاتوي: شالمار مېلې ته دا ځل تر هر وخت زیات کسان راغلي، غېږې او بېلا بېلې دوديزې لوبې پکې کيږي.

په همدې حال کې د کندهار د ورزش آمریت لپاره د طالبانو چارواکو ویلي، چې په دغه ولایت کې د “دُرې” محلي لوبه د پراخېدو په حال کي ده.

د افغانستان سویلي ولایتونه او له هغې جملې کندهار د طالبانو د تېرې شل کلنې جګړې پر مهال سخت وځپل شو.

د دې سیمو اوسیدونکي اوس له فقر او محرومیتونو د شکایت ترڅنګ خوشاله دي، چې لږ ترلږه یې سیمې د طالبانو له اوږدې جګړې خوندي شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب