شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهد یوناما استازي له ملاحنفي سره د قطر غونډې جزییات شریک کړل

د یوناما استازي له ملاحنفي سره د قطر غونډې جزییات شریک کړل

تاند:(پنجشنبې، د غویي ۷) د طالبانو د رژیم چارواکي وایي، چې د یوناما سیاسي مرستیال مارکوس پوتزل نن د دوی د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي سره لیدنه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د قطر غونډې جزییات شریک کړي.

طالبان د یوناما له قوله وایي:(( په دې غونډه کې چې د ۲۲ هيوادونو او دوو نړيوالو سازمانونو استازي به ګډون وکړي، د افغانستان، سيمې او نړۍ د دايمي امنيت، بشري حقونو او د افغانستان اړوند نورو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وشي. ))

طالب مقام ملا حنفي د دوی او يوناما ترمنځ د دوه اړخيزه غونډو ترسره کېدل د همغږۍ د زياتوالي لپاره مهم وبلل.

هغه زياته کړه، چې دوی د اسلامي شريعت او خپلو ملي ګټو په چوکاټ کې نړيوالو قوانينو، بشري حقونو، زده کړو او د مطبوعاتو ازادۍ ته احترام کوي.

حنفي دغه راز هیله ښودلې، چې نړیوال په یاده غونډه کې د دوی د ادعا شویو مثبتو لاسته راوړنو له نظر کې نیولو سره د دوی د په تړاو اغېزناکې او مثبتې پریکړې وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب