شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهد ملا متقي ادعا؛ د سیمې له هېوادونو سره سیال حکومت لرو

د ملا متقي ادعا؛ د سیمې له هېوادونو سره سیال حکومت لرو

تاند:( پنجشنبه ، د غویي ۷ ) د هغو راپورونو له خپرېدو وروسته چې افغانستان د ترهګرو په خوندي ځالې بدل شوی، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ملا امیرخان متقي ویلي چې اوس په افغانستان کې امنیت ټینګ شوی او خلک کولای شي په ازاده توګه هر ځای ته ولاړ شي.

دغه طالب چارواکي زياته کړه، چې افغاني اسعار باثباته دي او د ډالر پر وړاندې يې خپل ارزښت ساتلى دى.

د متقي یاده ادعا په ټولنیزو رسنیو کې د خلکو توندو غبرګونونو سره مخ شوې ده.

منتقدینو په افغانستان کې د میلیونونه لوږه ځپلو خلکو ناورین، وزګارتیا، له هېواده د کادرونو فرار، د میلیونونه نجونو او ښځو پر وړاندې د زده کړو او کار دروازو بندوالی او نورې ستونزې د طالبانو د واکمنۍ زیږنده ګڼلي او ویلي، چې د سیمې کوم هېواد په داسې وضعیت کې دی؟

د دوی په باور، د امنیت د ټینګښت په اړه د طالبانو ادعا ځکه ناسمه ده، چې مخکینی امنیت هم دوی خراب کړی و او د افغانیو مالي ثبات دوی نه؛ بلکې د نړیوالې ټولنې د اونیزو بشري مرستو څلویښت میلیون ډالري کڅوړو ساتلی.

2 COMMENTS

  1. ډیر ښه سیال حکومت لرئ، خلک مو د بیروزګارۍ او فقر نه تښتي او هیواد پریږدي، نیم افغانستان خیر غواړي مګر تاسو ته یې څه ځکه ستاسو کورنۍ اکثره په پاکستان او عربي هیوادو کې دي او ښه ارام او هوسا ژوند لري، تاسو د وژلو، الوزولو او ځان وژونکو په تجارت ښې پیسې ګټلي او د عمري عدالت دعوای هم کوئ خو پټ مخی او پیری مشر مو چا ونلید. ستاسو نه خو د کانګو او سوډان غریب هیوادونه هم ښه دي ځکه یو نظام لري. تاسو څه لرئ؟ غټه ږیره، لونګئ او سپین کالي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب