جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهطالبانو په دشت لیلي کې د خپلو جنګیالیو په یاد د یوه...

طالبانو په دشت لیلي کې د خپلو جنګیالیو په یاد د یوه څلي او څو تاسیساتو جوړول پيل کړل

تاند:( جمعه ، د غویي ۸ )  د طالبانو د رژیم یو شمېر چارواکو په خپل شخصي لګښت د جوزجان په دشت لیلي کې د خپل لومړني رژیم د سقوط پر مهال د وژل شویو طالب جنګیالیو په یاد د یوه څلي او څو تاسیساتو د جوړولو چارې پيل کړې.

د کابل لپاره د طالبانو والي شېخ محمد قاسم خالد ویلي، چې دغه تاسیسات د ده او څو نورو طالب چارواکو په شخصي لګښت جوړیږي.

نوموړي د خپل تېر رژیم د سقوط پر مهال، په یاده دښته کې د خپلو وژل شویو جنګیالیو شمېر شاوخوا اته زره تنه ښودلی او ویلي، چې دا کسان په کانتینرونو کې د اکسیجن د نشتوالي او دغه راز په مخامخو ډزو وژل شوي وو.

طالب والي دغه راز ویلي، چې له یادې دښتې څخه د محافظتي دېوال د چاپېرولو وړاندیز به هم خپلو مشرانو سره شریک کړي.

دغه طالب مقام په دې تړاو نور جزیات نه دي ورکړي.

د طالبانو د تېر رژیم د سقوط پر مهال په شمال کې د دوی او عبدالرشید دوستم د ملېشو ترمنځ سختې جګړې وشوې، چې په پایله کې یې زرګونه طالبان د دوستم له لوري اسیران او بیا یې د وژل کیدو خبرونه ورکړل شول.

طالبانو تراوسه په دغه دښته کې د خپلو جنګیالیو د ډله ییزې وژنې ادعاوې مستند کړي نه دي، چې له امله یې د دوی مشران تر سختو نیوکو لاندې دي.

دوستم د یادو وژنو له امله په نړیواله کچه په بشري جنایتونو تورن شوی.

د دوستم پلویانو ادعا لرله، چې طالبانو هم د دوی اسیران وژلي وو او د طالبانو په لیکو کې پنجابیان هم شامل وو.

د دشت لیلي د جنګي جنایتونو قضیه تراوسه پورې ډېره نه ده مستند شوې.

11 COMMENTS

  1. د ظلم او قطل مسئله له یاده نشم غورځولی هر څوک خپله عقیده یې خو ددښتې لیلي ، مزار ، قلعه جنګي د قطل ټولې ویدیو ګانې لرمه ! ملا فاضل خو هلته وو نو ولې هغه پر دې غونډه کې نشته ! د انسانیت په لحاظ د ظلم او زور حقائق له سیا ست او عقیدې څخه جدا وي او عاملین یې باید جزا وویني قطل نه زړیږي او نه هېریږي تر څو چې عدالت دو سیه ونتړي !

  2. خبره خو دا ده چی:
    د روانو څو څلویښت کلونو په اوږدو کی ” دشت لیلی ” غوندی ۳ ستری او خواشینوونکی فاجعی مو په برخه سویدی.
    ۱ د پلینګون او د ثور په خیرنه لمنه کی د ۱۳ زرو قربانیانو د رسمی لیست خپریدل ( دا چی د لیست څخه دباندی نور څو په زرګونو بیګناه افغانان وژل سویدی بله او بیله خبره ده البته د شوروی د لس کلن یرغل قربانیانان هم د پام وړ بله خواشینوونکی کیسه ده.
    ۲ – د نړیوالی توطئی په نتیجه کی د غیر پښتون ملیشی لخوا د جاهل پښتون طالب د بیرحمانه وژنی کیسه.
    ۳ – د جمهوریت د بیګناه عسکری پرسونل د ۴۰ – ۵۰ زرو وژل همدارنګه په کوڅه او بازار او مسجد کی د عام وولس وژل د انګریز او پنجاب د مزدورانو پلاس بله خواشینوونکی کیسه ده.
    هیله ده د انتقام او غچ جګی او سوځوونکی لمبی د افغان د موجودیت د سر څخه نوری خاموشی او مړی سی.

    • په ناندرویو مسائل نه حل کيږي بلکه په حق وېیلو ، بین المللي قوانینو او منطق !
      طالب او بل څوک د هرې عقیدې او مذهب چې وي ،کله چې اصلحه نه وي ورسره او تسلیم شوي وي مرګ یې ناروا او بشري جنایت دی !
      دا یواځې زما خبره نده بلکې کلا سیک عنعناتي ، مذهبي ، اخلاقي ، رواجي او دملګرو ملتونو منشور دی ان تر ادمه تر دې دمه !
      مخالف تګ او کړنه ورځخه او سترګې پټونه ورځخه جنایت دی ، داسې جنایت کاره د بخښلو وړ ندي او نه څوک دا حق لري چې خوشې یې کړي !
      دوی او داسې نور انسانان به دمحکمې له خوا تعقیبیږي !
      د تسلیم شویو طالبانو/ او یا انسانانو مرګ او وژنه نه ژړیږي اونه بخشل کیږي !!!!
      له قندوزه تسلیم شوی طالبان د مزار په قلعه جنګي کې ټول په قطل ورسیدل زه یې ویدیو لرم ! درې زره نور طالبان یې په کانتینرو کې واچول په دښتې لیلی کښې یې لاس تړلي تیر باران کړل ! زه یې ویدیو لرم !
      هو په جنګ کې چې اسلحه یې په لاس کې وي نو په دې صورت کې اخلاقي مسئولیت شته خوجرم یې د بین المللي قوانینو په چوکاټ کې تړلی دی !
      زه د طالب پلوي په مذهبي توګه نه کومه بلکې د بشر دحقوقو په چوکاټ کې ترې دفاع کوم لکه د ښځو دحقوقو او نورې مذهبي لېونتوب په هکله !!
      انتحاري حملې نه يواځې طالبانو کړې دي ، بلکې چاپانیانو په امریکایانو او رو سانو دهیټلر په ټانګونو باندې !!
      نو دا ولې چې پښتون‌ مري خولې پټې وي خو کله چې غیر پښتون مري بیا د اوړي تیاتراو ډرامې‌ ترې جوړې شي !

  3. هیبتې ځناورو اوسنېو مشران د دشت لیلې د جنایتونو مسؤلین دئ. کله چې سیمه پرې تنګه سوه د ملا فاضل خنزیر او موټکي په ګډون خلک له شمال څخه وتښتیدل او کوچنې د دین په نامه غولول سوي ماشومان یې د دوستم، خلیلي، محقق او شمالي ټلوالي په څیر ظالم ته تسلیم کړل او هغوي ټول له تیغه تیر کړل. تر دغو بې غیرته او نامرده خلک ما تر اوسه ندي لیدلي.

  4. د پښتنو د میځه وړلو دسیسه د اسنادو پر بڼسټ او د سویسی جنرال خبره ماته په ۱۹۹۰ کې:*که پښتانه نه بنیادمېږي، له مینځه وړل کېږي*، د نه بیادمېدل مانا داده چه غربیان پوهېږي چه پښتانه چا ته سر نه ایږدي! غبرګون مې وښود او ومې ویل چه دا خوب به ګور ته یوسئ! او دا د اسکندر خبیث د پلار دسیسه او د غربیانو درس دی چه د خپلو له لار یې نابود کړه چه ملامت نشې! ازبک په ترکمن٬ هزاره په تاجک او پښتانه په ترکمن ووژنه چه خپله ملامت نشې، څه چه لیکم د اسنادو پر بڼسټ یې لیکم، تر هغه چه عقل او پوهه ونلروو، دغه به مو حال وي!

  5. دجمهوریت عسکر او بیګناهی؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟ عقل عققققققل؟
    جمهورت ټول نامشروع وو. دب۵۲ جمهوری باکسونه او بمان دایمان، وجدان، او بین المللی اصولو په خلاف راوړل سول. ټولو هغو چی خپل نسونه پری مړول او یا دخپلو افغان ضد ارمانو په مخه روان وو دبیعقلو عسکرو او توریالو طالبانو او مظلوم ملت دمرګ او تاوان ضامنان دی چی طالبانو باید نه وای بښلی، همدا سبب سوی چی نن سبا همهغه جمهوری ځیناوران بیا هم وجدانی خجالت نلری او دبیا جنایت کولو په لټه کی دی.
    دیوی داسی ورځی په هیله چی ملی جنایتونه پکی وڅیړل سی او جنایتکاران، په وطن کی او دباندی، محکمی ته راوړل سی. دهغه نازی کولابریترانو معامله ورسره وسی.

    • زه له تا څخه يو سوال لرمه ! چې د ثابت یهودیت مالوم که ! کوم شی یې د یهودو ده ؟؟ ایا حقیقت وېیل یهودیت دی او که خوشې په پښتو توریو خپله لنډغري لیکې !! حقیقت به وایو سپین او میداني ګرانه !!

  6. ملا ثابته سلام عليکم

    ستا له تبصره بيخي همغږه يم خو ضيواځي به مو زه يو څو د املايي او انشاوي غلظيوي اصلاح کړم:
    اسلامي امارت زورواکی حکومت ټول نامشروع ده. د پاکستان، امريکا اوخليلزاد بي ايمانه، بي وجدانه د بین المللی اصولو په خلاف راوړل سول چي ټول درويزګره ملايان، ثابت،طالبان او چړيان ټول خپل نسونه پړسوي او دخپلو افغان ضد پاکستان طلبه ارمانو په مخه روان.

  7. د ډیموکراسۍ په قفس کی لوی شوی غلامان له ځناورو هم لویدلی او ښکته وی ځکه چه له خپلو تښتیدلۍ او نورو رټلۍ وی.
    ورپاتې څه شول؟؟؟
    همدا بد رد اوتی بوتی

  8. یو ځل می زړه ته ولویده چی هیڅ ونه لیکم ځکه پدي پورته تبصرو کی ځنی بیخی د کاڼي زړه او مغز لری چی د هغوی لپاره هماغه د پیر محمد کاکړ شعر بسنه کوی: نصیحت په سنګین دلو اثر نکړی ….بیهوده پیرمحمد دور وایی په سنګ. نن سبا په افغانستان کی فتوای ورکوونکی او مفتیان دومره ډیر شوی چی نور یی پوښتنه مه کوه؟! خبره د لیلی د دښتی جنایت دۍ او دغه دپښتنو جینوسایډ وو ،په رښتیا هم د کندهار نه ملا محمد عمر او نورو طالبانو په نړیواله ټولنه ډیر غږونه وکړل مګر د پښتنو په جینوسایډ باندی د نړیوالې ټولنی غوړونه کاڼه وو پدی کی داسی خلک هم وژل شویدی چی همداسی یوازی د سیل په پار تللی وو ، په کندهار ښار کی دطالبانو هدیره د پخوا څخه وه مګر د ملا محمد عمر په امر د لیلی د دښتی د شهیدانو لپاره ځانګړی هدیره جوړه شوه چی د هر شهید د ګور په سر به د همده کالی ایښودل چی ورثی به د کالیو له مخی پيژندل او بیا به یی نوم هلته ځنی زده کولو. په پښتو کی یو متل دۍ چی وایی:ړوند یو ځلي خپله لکڼه ورکوی !مګر افغانان تول او پښتانه په ځانګړی توګه دومره بی حافظې ړانده دی چی لکڼه یی هر ځلی ځنی ورکه وی. دلته زه د ښآغلی غلام حضرت خان د تبصری تایید کوم چی دغه دری غمیزی باید هیری نشی او عاملین یی لکه د برلین د براندنبرګ د محکمی په څیر محاکمه او د خپل عمل جزا ووینی .دلته پّه کورد ننه هر چا چی ډیر افغانان وژلی هغه قهرمان، مارشال، جنرال،شهید، غازی …. او داسی نور شویدي. بله داچی موږ ولی دومره سخت زړی یو چی د انسان وژنی لپاره په سینه ور څښیږو مګر سولی ته مو ملا ماته ده؟! خپل کور نه شو جوړولۍ یوازۍ یو اوبل ښه ملامتولۍ او وژلۍ شو،جنت ته دتګ نوری لاری هم شته یوازی د بل په وژلوکی جنت نشته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب