Homeخبرونهاقتصادي خبرونهافغانستان منځنۍ اسیا ته یو شمېر کرنیز ماشینونه صادر کړل

افغانستان منځنۍ اسیا ته یو شمېر کرنیز ماشینونه صادر کړل

تاند:( پنجشنبه ، د غویي ۸ )   د افغانستان په ختيځ ننګرهار ولايت کې د کرنیزو وسایلو د جوړولو د يوه شرکت مشر تور ملنګ وويل چې تر اوسه يې د تاجکستان په ګډون د منځنۍ اسيا هېوادونو ته ۶۷ تراکتورونه صادر کړي دي.

هغه وایي پلان لري، چې په دغه هېواد کې د تولید شویو کرنیزو ماشینونو صادرات زیات کړي.

ملنګ د طالبانو له رژیم څخه وغوښتل چې د صادراتو د حجم د زیاتوالي لپاره د کورنیو تولیداتو د پراختیا ملاتړ وکړي.

د جاوید افغان په نوم د کرنیزو توکیو د تولید دغه شرکت مخکې هم ګڼو هېوادونو ته تراکتورنه صادر کړي وو.

3 COMMENTS

  1. ماشاءالله ملنګه وروره. الله ج د دومره وس درکړی چه ټوله نړۍ د خپل تخنیک محتاجه کړې او صادرات د هم د دنیا هر کنج ته وړسیږې.
    ستاسو د لا زیاتو بریالیتوبو په هیله

  2. ماشاءالله ورورجانه ملنګ جانه الله تعالی دی درته نور هم زیات کړه دومره زیات شي چی د دنیا هر شاته اوره سیږی مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...