شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهپه درو بریدونو کې د پاکستان ۹ امنیتي ځواکونه وژل شوي

په درو بریدونو کې د پاکستان ۹ امنیتي ځواکونه وژل شوي

تاند (پنجشنبه، د ثور ۷ مه) د پاکستان پوځ وايي، ډیورند کرښې ته نژدې یې درې پوځیان د وسله والو مخالفانو په برید کې وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ د رسنیو دفتر دا خبر وروسته له دې ورکړ چې دغه دفتر اعلان وکړ چې له افغانستان سره پر ډیورند کرښه یې د اغزن سیم او کټارې لګولو کار ۹۸ سلنه بشپړ کړی دی.

د پاکستان د پوځ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې افغانستان ته څېرمه د بلوچستان ایالت په ژوب کې د دوی پر پوځیانو د افغانستان له خاورې برید وشو چې په نتیجه کې یې یو پوځي ووژل شو.

پوځ دغه راز ادعا کړې چې په یوه بله حمله کې، چې د خیبرپښتونخوا په تیرا سیمه کې وشوه، دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ په وروستیو کې په ژوب او خیبرپښتونخوا کې د خپلو وسله والو مخالفانو د تګ راتګ د مخنیوي لپاره د عملیاتو د بیلولو خبر ورکړی و.

له بلې خوا د پاکستان ۶ پولیس پرون (پنجشنبې) په سند ایالت کې له یرغمل نیوونکو سره د نښتې په ترڅ کې ووژل شول.

د پولیسو په وینا، وسله والو انسان تښتونکو د یوه ځايي سوداګر زوی د بلوچستان ایالت له ډیره الله یار سیمې څخه تښتولی و.

په داسې حال کې چې پولیسو تښتونکي تعقیبول، ډزې پرې وشوې چې په نتیجه کې یې ۶ پولیس ووژل شول او یو تن ټپي شو.

د تښتوونکو او یرغمل شوي کس د برخلیک په اړه څه نه دي ویل شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب