شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهپه ویانا کې د طالب ضد ډلو غونډې ته بېلابېل غبرګونونه

په ویانا کې د طالب ضد ډلو غونډې ته بېلابېل غبرګونونه

تاند:( دوشنبه ، د غویي ۵ )  د اتریش په پلازمېنه اتریش کې د طالبانو د یو شمېر مخالفو سیاسي او جنګي ډلو د استازو ترمنځ دویمه ګډه غونډه نن په داسې مهال پيل شوه، چې دا غونډه له مختلفو غبرګونونو سره مخامخ ده.

ویل کیږي، چې د یادې غونډې کوربه توب د احمد مسعود په مشرۍ د طالبانو یوه مخالفه جنګي ډله( ملي مقاومت جبهه) کوي.

په دې غونډه کې د بهرنیو چارو پخوانی وزیر رنګین دادفر سپنتا، یو شمېر نور پخواني چارواکي او د ځینو مدني او قومي ډلو استازي ګډون لري.

په یاده غونډه کې د ګډون لپاره د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت الله نبیل ته هم بلنه ورکړل شوې وه، خو هغه د شخصي بوختیاوو له امله د نه تلو خبر ورکړی او د غونډې ملاتړ یې ښودلی.

د پکتیا پخواني والي حلیم فدایي هیله ښودلې، چې له داسې غونډو سره بېلابېلې طالب ضدې ډلې په یوه ملي ادرس جوړولو وتوانیږي او د ده په باور، افغانستان له طالبانو ازاد کړي.

ژورنالیست او د طالبانو مدافع سمیع یوسفزي بیا په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي:(( د هیواد نه د باند د مسترد شویو جهادي ،کمونیستي او سیاسي څېرو غونډې مجلسونه ،رادیوېي او تلويزوني مرکې د اردو زبانو خبره د طالبانو “ بال بیهی بهیکا نهی کرستکا “ یعنې د ویښته په اندازه نقصان طالب ته نه شي رسولي . همدغه بې کفایتو څېرو د جمهوري نظام پر خلاف سنګر نیولی و او داکتر غني نظام خلاف یې سازشونه کول.))

 د غونډې یوه ګډونوال او د بهرنیو چارو پخواني وزیر رنګین دادفر سپنتا ویلي، چې له داسې غونډو څخه هدف په افغانستان کې د خلکو د ارادې په اساس د نظام جوړولو هڅې دي.

طالبانو یادې غونډې ته غبرګون نه دی ښودلی.

7 COMMENTS

  1. دی مسعود زوی د خپل مور واک نلری او هغه لندغره کله په فرانسه کی کله په انګستان خپل هندی انډوال سره په مزو بوخته ده نو دا غونده به څنګه کنترول کړی بیا همدا بی غیرته شرمیدلی لندغرو چی ټول حکومت په لاس کی وه او د دنیا پیسی و سلاح ورسره وه څه یی وکړه تمامه ورځ به د دوی جنګ د فحاشو ښځو په سرو وه چی دخیر خانه لب جر کی لکه سپی و نښلیدل دبسم الله پشقل فروش زوی په کی مردار شو دا هسی د ګیدړو شورا ده همدا بی همت وطن فروشان ول چی حکومت د وحشی او بی هویته هیبتی ته په لاس ورکړ که غنی وتشتید ټول نظامی قطعات او مهم ځایونه دی د مقاومت شورا نه بلکه دی مقاربت شورا په لاس کی ول څه یې وکړه چی او له یو دو فاحشو سره کله په یو پارک کی کله په بل پارک کی ناست وی دوی صرف خپل ځان شرمو اوبس

  2. په ټوله کې خو همدا دوئ ول چې جګړه يي اوږدوله او همدا دوئ ول چي وطن يي تر دې حده را ورساوه. که دوئ همدې لنډغرو په ۱۳۷۱ کال کې خرتبوب نه وای کړی اوس به هم په واک ناست ول، دوئ ول چې جنرال حیمیدګل يي د جمهور ریس مشاور و. ای شرمیدلو خدای ج مو تباه کړه.

  3. سلامونه،
    متل دی چې پر خره سپریدل یو شرم، ښکته کیدل ترینه بل شرم!!. خو شرم د هغو وساتې چې په شرم پوهیږي!
    دا اووه ګانه او هشتګانه څخه پیل
    او تر ۲۱ مجهول الهویه ډلو ټپلو او ۱۶۰ تش په نامه ګوندونو …
    او اوس نپوهیږم مقاومت داعش پاریسي! و جبهه ې جمبوش دشمن ها و خلطاهای بینور و بیدانشهای چنګیزستاني و غیره نه شرم لري،نه حیا لري او نه افغان دي!!!
    د ط ط اَاِاُ ترټولو مثبت ټکي د یو موټي وطن او ملي وحدت ،امنیت سرتاسري تامین، او د فساد او غصب ورءکول ،او حلال زوند کول دي
    البته یو څو مشکلات ،چې په هر انقلاب او بدلون کښې نارمل وي، په خپلمنځي مشاورتونو او د پوهانو او حقیقي عالمانو توصيو ته غوږ نیولو او داسې نورو پښتونولي/افغاني +اسلامي+انساني خیرونو او صوابونو له طریقو حل کیدای شي لکه د تعلیم او کار وبار او د مشر لیدل…
    -د لندن،پاریس، بن، نیویارک، روم، ویانا، انکره، لاهور، تهران ، تاشکنت ا.د.ن. دوګانه و سه ګانه و پنجګانه او لسګانه نمایشي شیطاني او شخصي ګټو او مفاداتو بیرته تر لاسه کولو لپاره او د جنایتکارو، تجزیه طلبو ډلو ټپلو د بیا فعالولو لپاره لابي کوونکې غوڼډو نه څه نه جوړیږي لکه د شل کلن جمبوری کې تش په نامه د سولې او میانجیګرېو د ولس سترګو ته خاورو شیندل ؛ په پای کې غوڼډې په مڼډو بدلې سوې!!.

  4. د دوې غږ اوس داسې دۍ لکه په اوبو کې د تیز اچول چه غږ یې نه راوځی خو پوکاڼې جوړې کړی او بیا ډیر زر وچوی او له منځه لاړې شی.
    بلاخره خپله هم نوی خبر چه څه غ و ل یې وخوړل.

  5. سلام
    زه چې کله دشعله یی رنګین بې رنګه دادفر سبنتا خمتا شوله پوله او پوده ووینم نو کر را یاد شی کرزی په کوم شخصیت دغه شوله د بهرنیو چارو وزیر ټاکلی وه او ملته چېرې یی؟دابل دبابا خولی هم هیڅ شرم او حیاء نه لری دا ټوله د خاین کرزی ګناه ده چې پنجګانه ، شش ګانه او بالا دخترانه یې راپیداکړل !دې وو لکۍ کړی پرېکېدو ته اړه لری.

  6. دوی ټول غربي ارووپا هڅوي د خپلو ګټو له پاره. غربي اروپا له ۳۲۰۰ کلوونو راهيسې د هره یوې څاڅکې وینه چه نړۍ که توېدلې ده مسؤلیت لري، د تحقیقاتو پر بڼسټ:
    1177 B. C.

  7. دیر شایسته تبصری مو لیکلي خدای پاک مو وساته.
    اسلامي امارت او هغه افغانان چي واقعا يي په دی اولس زره درد کوي باید یو کار وکری: دغه ظالمان، مردار خواره، مفسدین، غله او…. باید نریوالو ته وپيژني، داسي چي هلته ويانا او اروپا کی د دوی ظلم او بربریت نریوالو ته په مظاهرو، تلویزونونو، رادیوگانو، مجلو، کتابو، مجالسو، سيمنارونو، ویبنارونو ورسوي تر سو نور ملتونه دغه رذیلان و پيژني.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب