د ۲۳ کوریايي وګړو د یرغمل کیدو او ژغورنې کیسه
اسدالله بلهار جلالزی
د همدې پيښې په اړه:
د ۲۰۰۷ کال د اکسټ میاشتې په ۱۹ نیټه ۲۳ تنه کوریايي وګړي. د غزني د قرباغ ولسوالي په مینو کلا سیمه کې طالبانو له یو ۳۰۳ ډول موټر څخه کښتل کړل. مازیګر مهال و. په دفتر کې مو په خپل کمپیوټر بوخت وم. چې قاري یوسف احمدي راته تلیفون وکړ او دا خبره يي را سره شریکه کړه. د غزني دوالي ویاند ته مې زنګ وواهه په سړه سینه يي راته وویل: وا سړیه ولا که خبر یم دا خبره څه وخت شوې ده؟ – نن شوې. نور يي تلیفون قطع کړ.
نیم ساعت وروسته يي زنګ راته وواهه: هو دا کیسه شوې ده. خو د ژغورلو له پاره امنیتي ځواکونه لاس په کار شوې دي. نور يي هیڅ هم ونه ویل: ما هم د دفتر له همکارانو سره خبره شریکه کړه، هغوئ راته وویل: خبر پرې جوړ کړه او نیم ساعت وروسته به له سټیدیو څخه درته زنګ ووهو. همداسې وشول ماښامنۍ خپرونه کې لومړی خبر همدا و. اوس هغه وخت نه شپاړس کاله وروسته په دې وروستیو کې د ۲۰۲۳ کال په لومړي میاشت کې د جنوبي کوریا هیواد شاوخوا یو نیم ساعته جنایي فلم چې په انګلیسې ژبه يي نوم دی The Point Menچې په پښتو کې ورته مخکښه کسان یا دې ته ورته نوم ټاکلی شو. جوړ کړی او خپریږي چې دم ګړۍ هم له د فارسي ژبې له لاندېنې لیکنې سره په یوټیوپ باندې شته. دا چې فلم څومره کامیاب یا هم له تخنیکي پلوه په تول تللی فلم دی کنه؟ زه ورباندې ډیرې خبرې نه کوم. ځکه له فنې او تخنیکې اړخه په دې برخه کې زما معلومات نشته. خو د یوه لیدونکي په توګه په ځینو برخو کې راته تر یوه بریده پیکه وبریښیده د بیلګې په ډول کله چې د طالبان یو قوماندان خبرې کوي. هغه په پښتو ژبه خبرې کوي خو کلمات يي ادا کولای نه شي. غواړي هغه د یوه پښتون په توګه معرفي کړي خو بیا يي خبرې لکه د پښتون په څیر نه دي. دوهم د همدې قوماندان سټایل، حرکتونو او خبرې د یوه ملا، طالب او یا هم د همدې ډلې د یوه داسې کس په څیر چې هغه قوماندان وي نه دي. بلکې داسې یوڅوک چې له یوه عادي کلیوال سره پرتله کیدای شي… په هرحال فلم زما له پاره د یوه خبریال په توګه چې کابو شپږاونۍ مې هره ورځ سهار- ماسپښن او ماښام د رادیو له پاره په همدې تړاو یو خبرچمتو کاوه. د پام وړ دی. د دغه فلم لیدل په دوه دلیله راته په زړه پورې و.
لومړی خو دا چې ایا هغه مهال موږ یا زه په خپله تر کومه بریده توانیدلی وم چې د همدې ۲۳ تنو یرغمل شویوکوریايي وګړو چې پینځه نارینه او اتلس نورې هم ښځي وي په اړه مې کره معلومات را ټول کړي او خپاره کړي کنه؟. دوهم له دې کبله هم راته په زړه پورې و. چې د خبرونو تر شا خبرو په اړه معلومات ووینم یا واورم. او هغه یاداښتونه چې زه يې راسره لرم او په اړه مې یو کتاب هم چاپ ته چمتو کړی دی. د فلم له منځ پانګې او معلوماتو سره څومره اړخ لګوي.
یو څه د فلم په اړه.
د فلم نوم کیدای شي Bargaining (چنې) هم وبولو. مخکښان، او مخکښه سرتیري او یا هم (The point Men) ټکي لرونکي کسان خو بل اصلي نوم یې خبرې اترې هم بلل شوی. دا اکشني فلم په ۲۰۳۲ کال کې په جنوبي کوریا کې د شون ری ییم په کارګرداني د Watermelon Pictures Co. Ltd د کمپنۍ له خوا تولید شوی دي. فلم لیکوال هم (یانګ سو آه ) دی. په فلم کې مشهورو هنرمندانو هیون بین، هوانګ جونګ- مین، کانګ کی– یونک او نورو کار کار کړی دی دا فلم د ۲۰۲۳ کال د جنوري په ۱۸ نیټه د (Megabox Plus M) له لوري د کوریا هیواد په سینماګانو کې نندارې ته وړاندې شوی وروسته هم (Pictures۸۱۵ )کمپنۍ په امریکا کې نندارې ته وړاندې شوی دی. چي شاوخوا ۵/۱۳ میلیون ډالره ټکټونه يي خرڅ شول. وروسته په امریکا، انګلیستان، کاناډا، استرالیا، برازیل، ایټالیا، فرانسه، المان، فنلیند، ټایوان،چاپان، چین، تایلند، روسیه، سویډن، هلنډ او نورو هیوادونو کې په یوه مهال په اینترنټي ډول خپور شو.
کله چې کوریايي وګړي د غزني په قره باغ ولسوالي د طالبانو له لوري نیول کیږي نو بیا د کوریا هیواد د بهرنیو چارو وزارت یو دیپلومات او د استخباراتي ادارې یو مامور هڅې کوي چې هغوئ وژغوري د دغه مهم هدف د ترلاسه کولو له پاره دواړه خو له بیلو بیلو ځایونو د افغانستان په لوري پرواز کوي.
۱ـ د خبرونو تر شا خبرو په اړه په دغه فلم کې ښودل کیږي چې د درویشتو کوریايي وګړو له نیول کیدو لس ورځي وروسته د کوریا هیواد یو لوړپوړي پلاوي یعني د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، کابل ته راځي .
۲ـ تر ده مخکې یو بل کس هم د کراچۍ له زندانه د همدې کوریايي وګړو د خلاصون په موخه را خوشي کیږي او هغه هم د خپل چینل له لارې په پټه توګه هڅې پیل کوي.
دوئ دواړه د کابل په هوايي ډګر کې سره مخ کیږي په پیل کې خو د کوریا هیواد د بهرنیو چارو مرستیال ورته ډیره توجه نه کوي. خو وروسته چې ورته معلومیږي همدې سړي په عراق کې هم د یوه کوریايي یرغمل د ژغورلو له پاره هڅې کړي که څه هم هغه کوریايي وګړی یرغمل نیونکو وژلی هم دی. پلاوي د افغانستان دولت د بهرنیو چارو وزیر سره خبرې کوي. کله چې يې له هغه سره خبرې ښه پایله نه تر لاسه کوي. بیا هم خپلو هڅو ته دوام ورکوي. د کوریاهیواد د بهرنیو چارو په مرستیال باندې په کابل ښار کې ځانمرګی برید کیږي. برسیرن ټپې کیږي. په همدې زخمي حالت کې بیا د افغانستا د بهرنیو چارو وزیر ته ورځي. خو له هغه سره يي بیا هم خبرې ناکامه کیږي. نو بیا له همدې سړي سره چې د کراچۍ له زندانه راخوشي شوی دی يوځای کار پیلوي. هغه هم په کابل کې یو داسې څوک پیژني چې له اره کوريايي وګړی دی. څه ناڅه پښتو ژبه يي زده کړې ده، خو کاروبار يي په ناقانونه ډول د پیسو سپینول دي. همدا سړی هم بیا د کابل حکومت نیولي وي. خو د کوریايي پلاوي په غوښتنه راخوشي کیږي او له طالبانو سره د خبرواترو په غونډو کې د ژباړن په توګه کار کوي. له دې همدې ځایه کیسه پیلیږي هماغه کس چې د پاکستان له زندانه را خوشی شوی دي د بهرنیو چارو د وزارت له پلاوي او ژباړن سره یوځای له یوه داسې سړي سره مخ کیږي چې ورته د طالب په نوم دوکه ورکوي. هغه کس پیسې ورڅخه اخلي او وروسته هڅه کوي چې ورڅخه تیښته وکړي. د دوئ ترمنځ په یو او بل ډزې هم کیږي د پاکستان له زندانه راخوشی شوی کس د هغوئ موټر تعقیبوي او کله چې هغوئ یو موټرسیکل والا وهي. او دی د هغه په موټرسیکل پښه اړوي او د پیسو تښتونکي تعقیبوي. ترڅو چې د موټرباډۍ ته يي ځای ورسوي. او په وهلو ټکولو کې دی بریالی کیږي چې له هغوئ څخه پیسې بیرته د بهرنیوچارو د وزیر مرستیال ته را ورسوي. چې له همدې وروسته د هغه د ډیر باور وړ هم ګرځي. څو ورځي وروسته بل داسې یو چاته ورځي چې د پاخه عمر سړی دی سپینه ږیري لري. او وسله کسان لري. ژباړن په ماته ګوډه پښتو ژبه ورته ځان معرفي کوي. او هغه ته وریادوې چې یو وراره يي چې کله زخمي و. ده يې د کوریايانو په روغتون کې درملنه کې ورسره مرسته کړي وه. هغه د ده د همدې مرستې او احسان په بدل کې ورته وايي ته چې زما د وراره ملګری او دوست يي نوزما هم دوست يي؟ څه مرسته درسره وکړم. دوئ ورته وايي چې د کوریايي وګړي وژغوره دا کسان د یوه مرستندویه بنیسټ غړي دي. دوئ باید خوشي شي. د طالبانو سپین ږیری قوماندان له دوئ سره د مرستې ټټر وهي. په همدې وخت کې په رادیو کې خبر اوریدل کیږي چې دا کسان د مسیحت د خپرولو په موخه افغانستان ته راغلي و. سپین ږیری قوماندان ورته په قهر کیږي او له دوئ څخه راونیږي. خو بیا هم دوئ یوه بل کس ته معرفي کوي. له دې وروسته د بهرنیو چارو وزرات مرستیال د پاکستان له زندانه راخوشی شوي او ژباړن درئ واړه په پټه د طالبانو له یوه قوماندان سره خبرې پیلوي. د خبرو په پیل کې پلاوی د طالبانو قوماندان ته وايي: د دې له پاره چې زه ډاډ من شم چې کوریايي وګړي تا سره دي. د ښه نیت ښودلو په مقصد لومړی درۍ تنه بندیان خوشي کړه. هغه ورته په مخابره کې غږ کوي چې دوه بندیانې خوشۍ کړئ، دا بندیانې خوشي کیږي او د دوئ ملګري ته چې څو ټانګونه هم ورسره دي. په یوه دښته کې سپارلې کیږي. دا صحنه يي د یوه عیار او ښه ځوان په توګه ښه ترسیم شوي. کله چې له ده څخه غوښتنه کوي چې اوس ته راته وښیه چې څه کولای شي زموږ بندیان خوشي کړه!… دی ورته وايي ستاسو بندیان نه خوشي کیږي. او زموږ ځواکونه هم اوس نه وزي. په خپل وخت یوه میاشت وروسته وزي. په همدې مهال د دوئ ترمنځ غالمغال کیږي. د قوماندان ملګري د بهرنیوچارو د وزارت په مرستیال او ژباړن باندې د ټوپکو نلۍ د پاسه نیسي، څه شور هم جوړ شي. خو قوماندان يي د لاس په اشاره ارام کړي. خبرې دوام پیدا کوي او طالب قوماندان په ناڅاپې ډول خپلې خبرې په انګلیسې ژبه پیلوي، چې په دې سره ژباړن او دیپلمات هم حیران پاته کیږي. او هالته ورته وايي چې تاسو نورې لارې هم لرئ، شمتن هیواد یاست. دوئ لا په خبرو بوخت وي چې ناڅاپه امریکايي الوتکې د خبرو اترو په شاخوا کې بمبارکوي. په هغه ځمکتل کې چې دوئ ناست دي که څه هم مصون ځای دی او آن بریښنا پکې شته خو د بمبار د شدت له امله داسې ښکاري چې ټکان خوري دوړې پورته کیږي. الوتکې بیا هم بمونه غورځوي. د قوماندان وسله وال غواړي چې دیپلمات باندې ډزې وکړي. خو قوماندان په خپل ملګري ډزې کوي او نورو ته وايي چې دا وباسئ. د ده د ژباړن د وتلو امر هم ورته کوي چې دا هم وباسئ او تاسو هم ووزئ. کله چې هغوئ هم وزي . دوئ دوه په دوه پاته کیږي قوماندان ورسره په انګلیسې خبرې کوي. او ورته وايي پینځوس میلیونه، د کوریا د بهرینو چارو مرستیال ورته وايي ډیرې دي. هغه بیا وايي څلویښت میلیونه، دیپلمات یوه شیبه غلي وي خو بیا ورته ووایه، شل میلیونه. چې بیا دواړه په همدې موافقې ته سره رسیږي او شیبه وروسته کوریايي میرمنې او نارینه په یوه لوی نظامي موټر کې سپږیږي او له دوئ څخه هغه کس چې د پاکستان له زندانه خوشی شوي دي خو په لویه کې کوریايي وګړی دی له طالبانو سره پاته کیږي. بندیان په یوه الوتکی کې سیول ته وړل کیږي. سبا یا څه موده وروسته هالته د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ته د پاکستان له زندانه خوشی شوی کس او ژباړن په داسې حال کې تلیفون کوي چې د عربو په څیرچلتارونه يي تړلي وي اوښان ورسره وي او ګومان کیږي چې د کوم عربي هیواد په لوري درومي. فلم هم پای ته رسیږي.
ـ د فلم د یوه لیدونکي او په سیمه کې هغه مهال د همدې پیښو د یوه څارونکي په توګه ماته ځینې ټکي چې د واړو لورو پرې سترګې پټولې روښانه شول.
لومړی دا راته په ډاګه شول چې ۲۳ تنه کوریايي وګړي د یوې کلیسا اړوند وو. دوئ افغانستا ن ته د تبلیغ له پاره راغلي و. نه د مرستو رسولو له پاره. ځکه کله چې په فلم کې د بهرنیو چارو مرستیال له نورو مامورینو پوښتنه کوي چې دوئ د څه له پاره تللي ول. یو مامور ورته وايي د مسیحیت د تبلیغ له پاره. په همدې وخت کې دی مامورینو ته دنده سپارې چې ټولو رسنیو ته ووایاست چې دوئ د یوه خیره بنسټ غړي دي او د مرستو رسولو له پاره هالته تللي دي، چې دا خبره عامه شي. کنه بیا دا کسان وژل کیږي. چې دا کار تر سره کیږي او ترپایه پورې هم له رسنیو سره کره معلومات نه شریکول کیږي. بلکې جعلي معلومات ورکول کیږي.
۲- د کوریايي وګړو د خلاصون په مقصد د پوځي عملیاتو په تیره بیا د بمبار کول. چې په فلم کې یوځل همداسې کار شوی دی. خو کله به چې موږ هالته په سیمه کې له چارواکو د علمیاتو پوښتنه کوله هغوئ به د هوايي بریدونه خبره له لویه سره نه منله، طالبانو به موږ د تلیفون له لارې په ټینګار سره دا خبره کوله. چې په دې برخه کې هم موږ ته د عملیاتوپه ترڅ کې ولسي وګړو ته د زیان په اړه معلومات نه راکول کیدل.
۳ – کله به مو چې له بندیانو سره د تریخ چلند او د هغوئ د غذا په اړه له طالبانو معلومات غوښتل نو طالبانو به موږ ویل: تریخ چلند نه دی ورسره شوی. وهل شوي نه دي. غذا د دوئ له میل سره سمه ورکوله کیږي. خو په فلم کې وینو چې د تریخ چلند نښې له ورایه ښکاري.
۴- د طالبانو غوښتنه د خپلو بندیانو خوشي کیدل او د کوریايي وګړو وتل وو. که څه هم د کوریايي وګړو له نیول کیدو مخکې هم اعلان شوی و. چې یوه میاشت وروسته کوریايي ځواکونه له افغانستانه وزي. دا غوښتنه په یو ډول له طالبانو سره ومنل شوه. خو د طالب بندیانو په اړه په فلم کې ښکاري چې څه يي نه ول ترګوتو کړي. او وروسته هم طالبانو داسې کوم څه اعلان نکړل چې د کومو نومونو بندیان يي خوشي شول.
۵- یو بل راز چې تر اخره پورې دواړه لوري پرې پټه خوله ول ، هغه دا چې په هغه وخت کې اوازې وي چې کوریايي لوري طالبانو ته د خپلو بندیانو د خلاصولو په خاطر ۲۰ میلیونه ډالرورکړل. خوکه به موږ په دې اړه له حکومتي لوري یا هم کوریايي چارواکو څخه معلومات غوښتل نو ویل به يي هیڅکله داسې نه کوي چې طالبانو ته پیسې ورکړي. په ورته وخت کې طالبانو هم دا هیڅ نه منله چې دوئ پیسې اخیستي دي. خو اوس په فلم کې په دې اړه داسې معلومات ورړاندې کیږي چې طالب قوماندان له دیپلمات سره په خبرو کې لومړی پینځوس، بیا څلویښت میلیونه ډالر غواړي خو بالاخره په شل میلیونه باندې دواړه لوري موافقه کوي.
۶- بله خبره به دا کید له قومي مشران لګیاه دي او د هغوئ له لوري دا ستونزه هواریږي. خو په فلم کې یوځای هم د قومي مشرانو داسې رول لکه چې رسنیو ته ویل کیده، نه ترسترګو کیږي. فقط یوه معامله کیږي او بس.
تر یوه بریده د دغو پیښو د یوه څارونکي په توګه زما په یاداښتونو او په فلم کې ځینې صحنې سره ورته هم دي. چې ورنه یادونه کوم.
فلم کې یوځلې یوه بندۍ په تلیفون کې له کوریايي چارواکو سره خبرې کوي چې موږ په یوه ځای نه اوسیږو له یوه ځایه مو بل ځای او له بل ځایه مو بل ځای ته وړې. خوراک مو خوښ نه دی. زه ناروغه یم.
دا خبرې زما په رادیويي خبرونو کې هم شته، دا ګډ ټکی بللای شم.
ب: بل ځای لیدل کیږي چې په یوه غار کې پینځه مرمنې بندیانې دي. ټولې یوځای نه اوسي. زما په یاداښتونو کې هم راغلي چې کوریايي بندیان يي په څو ګروپونو ویشلي او یوځای نه دي.
د: زما په یاداښتونه کې د غزني ته د کوریا هیواد د ملی امنیت په مشرې د یوه چارواکې خبره راغلي خو په فلم کې د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیال خبره .
زما په یاداښتونو کې د کوریايي وګړو د خلاصون په مقصد د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت د امنیتی معین جنرال منیر منګل خبره کیږي چې وايي: زموږ هڅه داده چې د قومي مشرانو خبرې نتیجه ورکړي کنه بیا پوځي اقدام کوو. خو په فلم کې له لویه سره د افغان ځواکونو څرک نه لیدل نه يي یادونه شوي.
زما په یاداښتونو کې د د دوو کوریايي وګړو د وژل کیدو ځای او نوم ښودل شوی دی. چې په فلم کې یوازې د یوه کس مړی ښودل کیږي. ما په خپلو یاداښتونو کې په هواره او کلیواله سیمه کې د ونو په منځ د غنمو په یوه پټي کې د کوریايي وګړي مړی پروت دی. یاد شوی خو په فلم کې په یوه غرنۍ سیمه کې د تیږو په منځ کې. بل ځای زما په یاداښتونو کې ویل شوي چې طالبان د غزني سرې میاشتې ریاست کې په خبري کنفرانس کې خبرې وکړي. خو په فلم کې یوه ویدیو خپریږي. چې بندیان هم ورسره ښکاري.
په فلم کې بندیان میرمنې او نارینه د خوشي کیدو په مهال یوځای په یوه پوځي موټرکې سپاره کیږي. او له پوځي ګاډو سره حرکت کوي. خو زما د سترګو لیدلی حال داسې و. چې هرکله به دوئ را خوشي کیدل یوازې موږ خبریالان به خبریدو. ذبیح الله مجاهد یا هم قاري یوسف احمدي خبرولو اوراته به يي وویل: چې (په دومره شمیر کې هغه تعداد به يي راته په ګوته کړ) بندیان سره صلیب ته وسپارل شول. د وۍ ټول په درۍ نوبته را خوشي شول، چې په فلم په یوځايي راخوشي کیږي.
د یادونې وړ یوه خبره دا ده: چې یوځلې اوه میرمنې د غزني د خوګیاڼو د ولسوالي په اړوندو کې سره صلیب ادارې ته سپارل شوي وي. البته چې ورسره ځینې قومي کسان هم ول د هغوئ شمیر د دریو په شاوخوا کې وو. خو موږ خبرو شوو نو بیا مو هغه لاره ورته ونیوله چې له همدې ولسوالۍ څخه غزني ښار ته غځیدلې وه. کله چې زموږ برابر ته راورسیدل. دوئ يي پینځه میرمنې له یوه موټره راکوزې کړي. افغاني جامې يي په تن او ښکلي رنګین وریښیمن ټیکري يي په سر کړي وو مخونه يي هم پټ، خو ژړل يي زه نه پوهیږم چې له خوښۍ به يي ژړل که به يي باور نه کیده چې خوشي شوي دي. بل ځل دا بندیانې د غزني د پیرشهباز په سیمه کې راوړلې شوې. له دوئ سره دوه نارینه وو پینځه ښځینه د هغوئ هم ټیکري پرسر وو خو جامې يي خپلې په تن کې وي مخونه يي پټ کړي وو. بل ځل يي په مقر ولسوالي کې سره صلیب ته سپارلې ول چې هالته زه ور ونه رسیدم.
یو څه چې نه په فلم کې راته په ډاګه شول او نه هم په همغې موده کې ورسره مخ شوم. چې څنګه یو څوک له پاکستانه راځي. خو په فلم کې یو کس چې تر ډیره بریده د فلم دوهم کس دی هغه د کراچۍ له یوه زندانه راځي، او په افغانستان کې هم نه په امریکايي عسکرو بریک نیسي نه هم په افغان چارواکو او د طالبانو څخه هم هیڅ ویره نه لري. دا څوک و.؟ راته روښانه شول. په پایله کې مې د دغه فلم په لیدو که څه هم په افغانستان کې نه دی جوړ شوی. یوازې دا زده کړل چې د سیاست او جګړې په ډګر کې ډیر وخت د چارواکو په خبرو باور کول او هغه سل په سلو کې رښتیا ګڼل د خبریال په خامې دلالت کوي. نو باید زما هم مسلکه وروڼه په ورته جنايي، او نورو پیښو کې د خبرو شاته کیسو یا د پردو ترشا کیسو ته هم متوجې اووسي. او هر څه هم په پټو سترګو ونه مني. او نه يي هم د خپریدو هڅه وکړي. دا چې وروسته له اتلسو کلونو کوریا کې د هغه مهال په پیښو اوس فلم جوړیږي هم تر ډیره بریده د پردې شا ته يي موخې او هدفونه را معلومیږي. چې ښايي یو هدف به په کې دا هم وي د طالبانو په قوماندانانو باندې خپل کسان بې باوره وکړي. دوهمه خبره د دغه فلم له جوړولو یو هدف ښايي دا هم وي چې په حپلو امنیتي ادارو باندې د خپل ولس باور پیدا کیدې.
نوټ: تصویرونه له همدې فلم څخه را اخیستل شوي دي.