Homeخبرونهد اختر ورځو ترافیکي پېښې؛ ننګرهار کې یو تن مړ او ۱۲۱...

د اختر ورځو ترافیکي پېښې؛ ننګرهار کې یو تن مړ او ۱۲۱ تنه ټپيان شوي

تاند:( دوشنبه ، د غویي ۵ )  د ننګرهار سیمه ییز روغتون مسوولین وایي، چې د اختر ورځو کې دغه روغتون ته ۱۲۲ تنه ټپیان راوړل شوي چې له جملې یې یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی.

 د دوی په وینا، یاد روغتون ته د اختر په اوله ورځ ۴۲ دوهمه ورځ ۴۳ او درېیمه ورځ ۳۷ تنه د ترافیکي پيښو ټپيان د درملنې په موخه راوړل شوي چې ځینې یې تر ښې درملنې وروسته کورونو ته رخصت شوي او ځیني لا هم بستر دی.

دغه راز په یادو ورځو کې ۵۰ تنه د غذایي تسمم (Food Poisoning) ناروغان هم د درملنې په موخه یاد روغتون ته راوړل شوي دي.

د اختر ورځو کې له نورو سیمو هم د ګڼو ترافیکي پېښو او ځاني زیانونو خبر ورکړل شوی.

ترافیکي چارواکي خلک تورنوي، چې له ترافیکي اصولو په پراخه کچه سرغړونې کوي او د ځاني زیانونو ترڅنګ د اجتماعي نظم د خرابولو سبب کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...