جمعه, اپریل 19, 2024
Homeخبرونهافغانستان پاکستان ته په دوهمه اوره ۲۰ اوره سیالۍ کې ماتې ورکړه

افغانستان پاکستان ته په دوهمه اوره ۲۰ اوره سیالۍ کې ماتې ورکړه

تاند(یکشنبه، د حمل ۷مه) د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې نن له پاکستان څخه دوهمه شل اوره سیالي په ۷ ویکټونو وګټله او په دې توګه د درو شل اوره لوبلړۍ ګټونکی شو.

نن بیا پچه پاکستان وګټله او غوره یې وبلله چې لومړی بیټنګ وکړي. دا ځل پاکستاني لوبغاړو له دې سره سره چې لومړي دوه لوبغاړي یې ژر وسوځېدل د اعماد وسیم او شاداب خان په ښه توپ وهنې (باولینګ) وتوانېده چې تر لومړۍ شل اوره سیالۍ افغانستان ته لوړ هدف یعني ۱۳۱ منډې وټاکي خو افغان لوبغاړو د تېرې سیالۍ خلاف له خورا حوصلې کار واخیست او د یوې او دوو منډو په اخیستلو یې ځان هدف ته نژدې کړ، تر دې چې محمدنبي او مجیب الله ځدراڼ په دوو شپږو او یوې څلوریزې د پاکستان کار تمام کړ.

په دې سیالۍ کې تر ټولو ډیرې منډې د پاکستان اعماد وسیم وکړې. ده په ۵۷ توپونو ۶۴ منډې وکړې او د دې سیالۍ اغېزمن لوبغاړی وپېژندل شو خو د سیالۍ د غوره لوبغاړي جایزه د افغان توپ اچوونکي (باولر) فضل الحق فاروقي په نصیب شوه چې د ۱۹ منډو د ورکولو په بدل کې یې د پاکستان دوه مهم لوبغاړي وسوځول.

د افغان لوبغاړو په منځ کې رحمت الله ګوربز ډېرې منډې وکړې. ده په ۴۹ توپونو ۴۴ منډې وکړې خو رن اوټ شو. ابراهیم ځدراڼ بیا په ۴۰ توپونو ۳۸ منډې او نجیب الله ځدراڼ یوازې يه ۱۲ توپونو ۲۳ ناسوځېدلې منډې وکړې. محمدنبي یو وار بیا د افغانستان د لوبډلې ملا  وتړله. ده په ۹ توپونو نه یوازې ۱۴ منډې جوړې کړې بلکې د پاکستاني لوبغاړو د روحیې په مړاوې کولو کې یې مهم رول ولوباوه.

افغانستان دا مسابقه له پاکستانه په ۷ وکټونو وګټله او لومړۍ یې په ۶ ویکټونو ګټلې وه. ټاکل شوې ده چې سبا (دوشنبه) دواړه ټیمونه په وروستۍ شل اوره سیالۍ کې مخامخ شي. د سبانۍ مسابقې ګټل د افغانستان لپاره ډیر اهمیت نه لري ځکه چې د لوبلړۍ کپ یې ترلاسه کړی خو د پاکستان لپاره په دې خاطر مهمه ده چې لوبلړۍ په صفر کې ونه بایلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب