جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهد افغانانو پراخه خوښي؛ له پاکستانه یې بیا کرکټ لوبه وګټله

د افغانانو پراخه خوښي؛ له پاکستانه یې بیا کرکټ لوبه وګټله

تاند:( دوشبنه، د حمل ۷ ) د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې له پاکستان څخه روان شل اوریز کرکټ سیریز وګاټه.

دغه لوبه د متحده عربي اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي کې د افغانستان او پاکستان کرکټ ملي لوبډلو د د روان شل اوریز سیریز پر مهال وشوه، چې په دویم ځل هم له پاکستان څخه لوبه افغان لوبډلې وګټله.

دغه لوبه کې هم د تېرې لوبې په څېر پاکستانۍ لوبډلې پچه وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه.

پاکستاني ټیم د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره افغان لوبډلې ته 131 منډې هدف وټاکه چې افغان لوبډلې وشو کولای د اوو لوبغاړو په درلودلو سره شلم اور کې یاد هدف پوره او روان سیریز په خپل نوم کړي.

د دې سیریز وروستۍ لوبه به سبا شپه اته نیمې بجې ترسره شي.

په ټولنیزو رسنیو کې په پراخه کچه له دې ګټې هرکلی شوی او افغانانو خپله ملي لوبډله ستایلې او لوبغاړي یې اتلان ګڼلي دي.

1 COMMENT

  1. وروستي دوه خبرونه بېخي سره مشابه دي. داسې ښکاري لکه وروستي خبریال چې د مخکیني خبریال راپور هېڅ کتلی نه وي او هسې یې بوشکې ته درز ورکړی وي.
    اول راپور مفصل او منظم دی او دویم کمزوری دی.
    د غبرګونو تر عنوان لاندې دویم خبریال کولی شوای چې د خلکو نظرونه او فیسبوکي پوسټونه/ټویټونه را واخلي او خپل راپور پرې منظم اړ وښکلی جوړ کړي. بس داسې شی یې کړی لکه منډه کې چې څوک میتیازې وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب